Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او عشق‌اباد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه هڅې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي چې د یوه لوړپوړي اقتصادي او سوداګریز پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته تللی، ویلي چې د روانې اوونۍ د دوشبنې په ورځ به د افغان - ترکمن سوداګریز اتصال کنفرانس جوړېږي.
 
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی چې د نوموړي کنفرانس سربېره، په عشق‌اباد کې د افغانستان د تولیداتو نندارتون هم جوړېږي چې د افغانستان او ترکمنستان پر سوداګریزو اړیکو پر پراختیا اغېزه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست زیاتوي:«د ترکمنستان له خوا د دې چمتووالی شته چې د افغانستان د تولیداتو په هکله ښه تړونونه ولري، په ځانګړې توګه زموږ د مرمر ډبرو، ګول سیخ او د افغانستان د خاص تولیدات. همدارنګه د پلاوي په ترکیب کې له خصوصي سکټور څخه ځينې مېرمنې شاملې دي.»

بل پلو، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه د ترکمنستان اقتصادي اهمیت ته په نغوتې سره ټینګار کوي چې د کورنیو تولیداتو د صادراتو د زیاتېدو په موخه په ترکمنستان کې د یوه نندارتون جوړېدل ارزښتناک دي.

د افغانسان د کانونو او صنایعو خونې عمومي رییس شېرباز کمین‌زاده څرګندوي:«له ترکمنستان هېواده او د ترکمنستان له ولسمشره زموږ هیله به دا وي چې زموږ د صادراتو په برخه کې موږ ته یوه سب‌سایډي راکړي، یعنې پر افغاني توکو ګمرکي محصول کم کړي.»

بل خوا د هېواد ۱۵ سوداګرې مېرمنې هم په دغه سفر کې ترکمنستان ته راغلې دي او خپلې غوښتنې مطرح کوي.

په عشق‌اباد ښار کې د سوداګرو ښځو مسوووله فریبا نوري څرګندوي:«هیله لرم چې د سیمې په کچه یعنې ګاونډي هېوادونه له افغانستان سره وکړای شي چې د افغانستان او د سیمې د ښځو ترمنځ یو سوداګریز کمربند رامنځته کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست دغه راز د ترکمنستان د سوداګرو او صنعتکارانو ټولنې له رییس او د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس سره وکتل او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راکړې ورکړې د زیاتېدو، د ټرانزیټ په برخه کې د ځانګړو اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د بانکي ستونزو د حل په تړاو یې خبرې وکړې.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه