Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په عشق اباد کې د افغانستان د تولیداتو له نندارتونه د افغاني پلاوي رضایت

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغان- ترکمن نندارتون له پای ته رسیدو وروسته وايي چې د هیواد ډیری تولیدات په عشق آباد کې په درې ورځني نندارتون کې پلورل شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ د څه باندې ۳۰۰ سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون اقتصادي پلاوی ترکمنستان ته له شپږ ورځني سفر وروسته بېرته کابل ته راورسېد.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وايي، په دې سفر کې یې د افغان- ترکمن په نندارتون کې له ګډون سربېره، د افغان- ترکمن د سوداګریز اتصال او نورو ورته غونډو کې ګډون کړی او یادې غونډې د دواړو هېوادونو په ګټه بولي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، نورالدین عزیزي و ویل: د افغانستان غالۍ د خدای په فضل او مرحمت ډير پلور درلود، دوی د افغانستان سپینو مرر ډبرو ته ډېره لېوالتیا لري. ان د دوی رهبر لارښوونه ورکړه چې سل متر مکعبه یوازې له افغانستانه وپېرل شي.

د نندارتون جوړونکي، قابل محمد عابد طلوع نیوز ته و ویل: دا ډول نندارتون د سیمې په کچه مخکې نه و، دا لومړنی نندارتون و چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ په ګډه جوړه شوه.

د افغان- ترکمن د نندارتون ګډونوال د دغه نندارتون له جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي ، په خپلو برخو کې یې له ترکمنستاني لوري سره څو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

افغان سوداګر، رحیم الله مایار و ویل: زموږ تولیدات یې ولیدل او ډېر یې خوښ شول، او اوس موږ په یوه نوي ښار کې، چې اردک دوک نومیږي، ورغلو او له ښاروال سره مو ډېر تړونونه وکړل او نور هم په پروسس کې دي.

یو بل افغان سوداګر، سید ضیاء سادات طلوع نیوز ته څرګنده کړه: د کابو ۵۰ زره ټنې وسپنې تړون وشو، د ۶ زرو ټنو ګاډرو تړون وشو او د ډیرو مرمر ډبرو تړونونه هم وشول. دا د افغانستان لپاره ډیره ستره لاس ته راوړنه وه.

په دغه نندارتون کې پنځلسو سوداګرو او صنعتکارو ښځو هم ګډون درلود.

دوی وايي، په دغه نندارتون کې د ښځو لاسي صنایعو هم ښه بازار درلود.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مدیره پلاوې، فریبا نوري و ویل: په دغه نندارتون کې له بېلابېلو سکټورونو افغان ښځو ګډون کړی و، چې له ترکمن لوري سره یې د لاسي صنایعو، غالیو او نورو برخو کې ډیر تړونونه لاسلیک کړل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو لمخې، په ازبېکستان او قزاقستان کې هم د افغانستان او کوربه هېوادونو د ګډو نندارتونونو د جوړېدو په تړاو هم خبرې روانې دي

د افغان- ترکمن د نندارتون ګډونوال د دغه نندارتون له جوړېدو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، په خپلو برخو کې یې له ترکمنستاني لوري سره څو تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه