Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴۰ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۴۲ پروژې منظور کړې

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ پروژو د منظورېدو خبره کوي.

د دغه کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژې د ټرانسپورت، انرژۍ، روغتیا، بیخ بناو، مخابراتو، کرنې او د کلیو د پراختیا په برخو کې دي چې په عملي کېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو و ویل: دغه پروژې ډیرې مهې دي چې د برېښنا په برخو کې دي. د زیربنايي پروژو د بیارغونې په برخو کې دي، او په یو شمېر نورو برخو کې چې د کرنې، سړک جوړونې او کانونو راایستنې پورې تړاو لري، دي. د دغو پروژو عملي کار د تدارکاتو د کمېسیون حکم ته په تمه و او دا چې منظور شو نو ژر به پرې کار پیل شي. 

اقتصاد وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ځان بسیاینې په موخه پر ډېرو پروژو کار پيل شوی چې لګښت یې له کورنۍ بودجې ورکول کیږي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري وايي: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې لویې زیربنايي پروژې تصویب او عملي شوې دي. اصلي موخه دا ده چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي.دغه پروژې په ملي بودجه د پلې کېدو پړاو ته رسیږي.

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې په لویو پروژو کې د پانګونې د جلب لپاره اړینه ده، چې اسلامي امارت د نړۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

اقتصاد پوه، سید مسعود طلوع نیوز ته و ویل: د ملي پروژو پر حرکت راستولو لپاره، او هغه نیمګړې پروژې چې ډیرې پانګونې ته اړتیا لري، د سیمې او نړۍ سیاسي تعامل ورته ډیر مهم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اقتصاد وزارت خبر ورکړی و، چې یوازې په ۲۰۲۳ کال کې د څه باندې ۲۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷۹ پروژې بشپړې شوې دي او لګښت یې له کورنۍ بودجې ورکړل شوی دی.

دغه پروژې د ټرانسپورت، انرژۍ، روغتیا، بیخ بناو، مخابراتو، کرنې او د کلیو د پراختیا په برخو کې دي چې په عملي کېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

تصویر بندانگشتی

د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۴۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ پروژو د منظورېدو خبره کوي.

د دغه کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروژې د ټرانسپورت، انرژۍ، روغتیا، بیخ بناو، مخابراتو، کرنې او د کلیو د پراختیا په برخو کې دي چې په عملي کېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې تړاو و ویل: دغه پروژې ډیرې مهې دي چې د برېښنا په برخو کې دي. د زیربنايي پروژو د بیارغونې په برخو کې دي، او په یو شمېر نورو برخو کې چې د کرنې، سړک جوړونې او کانونو راایستنې پورې تړاو لري، دي. د دغو پروژو عملي کار د تدارکاتو د کمېسیون حکم ته په تمه و او دا چې منظور شو نو ژر به پرې کار پیل شي. 

اقتصاد وزارت وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ځان بسیاینې په موخه پر ډېرو پروژو کار پيل شوی چې لګښت یې له کورنۍ بودجې ورکول کیږي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري وايي: د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته ګڼې لویې زیربنايي پروژې تصویب او عملي شوې دي. اصلي موخه دا ده چې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي.دغه پروژې په ملي بودجه د پلې کېدو پړاو ته رسیږي.

د اقتصادي چارو ځیني شنونکي پر دې باور دي، چې په لویو پروژو کې د پانګونې د جلب لپاره اړینه ده، چې اسلامي امارت د نړۍ له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

اقتصاد پوه، سید مسعود طلوع نیوز ته و ویل: د ملي پروژو پر حرکت راستولو لپاره، او هغه نیمګړې پروژې چې ډیرې پانګونې ته اړتیا لري، د سیمې او نړۍ سیاسي تعامل ورته ډیر مهم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اقتصاد وزارت خبر ورکړی و، چې یوازې په ۲۰۲۳ کال کې د څه باندې ۲۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۷۹ پروژې بشپړې شوې دي او لګښت یې له کورنۍ بودجې ورکړل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه