Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسناد: د غضنفر کورنۍ څلور شرکتونه له دولته ۵۲میلیون ډالره پوروړي

هغه سندونه چې طلوع نیوز ته رسیدلي ښیې چې د غصفنر کورنۍ پورې اړوند څلور شرکتونه مالیې وزارت ته د جاپان د مرسته شویو پیسو د لیږد په قراردادونو کې ۵۲ میلیونه ډالره پوروړی پاتې دی.

د مالیې وزارت د مرستو ادارې د اسنادو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي، دغو شرکتونو د ۲۰۰۸ زیږدیز کاله تر ۲۰۱۲ پورې مسوولیت درلود چې د جاپان لخوا مرسته شوې پیسې د مالیې وزارت ته ولېږدوي.

د اسنادو له مخې د غضنفر کورنۍ «زمری سمیع»، «فردوسي بلخي»، «رڼا خسرو» او د «پسرلي شرافت» شرکتونه له له دولته ۵۲ میلیونه ډالره پورړوي دي.

د جاپان وړیا مرسته په دې ډول چې خصوصي برخه هم ترې ګټه پورته کړي د خصوصي شرکتونو په پانګو کې په دوران سره د دولت بودجې ته اچول کېږي.

د مالیې وزارت وايي چې له یادو شرکتونو غوښتل شوي تر څو خپل پورونه پرې کړي.

د مالیې وزارت د عامه اړیکو ریاست یو تن مسوول، عباد الله درمان وايي:«د داخلي تفتیش محترم ریاست د قراردادي شرکتونو ترمنځ د حسابونو د مرستې ادارې په همکارۍ د مالیې وزارت مرور کړی دی او د مقروضیتونو مکتوبونه ورته صادر شوي دي تر څو خپل پورونه تصفیه کړي.»

که څه هم د غضنفر ګروپ چارواکي وایي چې دا شرکتونو په غضنفر ګروپ پورې اړوند نه دي، خو یو بل سند چې د غضنفر د تیلو او ګازو د برخې له لورې مالیې وزارت ته لیږل شوی دی، د دغه شرکت مسوولانو د رڼا خسرو ، زمري سمیع او فردوسي بلخي د شرکتونو د پورونو په بدل کې په حکومت د غضنفر د تیلو او ګازو د تاسیساتو د پلورلو غوښتنه کړې ده.

په مالیې وزارت کې سرچینو ویلي دي چې له همدې امله د غضنفر ګروپ رییس ددغو شرکتونو د حسابونو د تصفیې لپاره یو ځل مالیې وزارت ته هم ورغلی دی.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوشمېرغړي د محمد اشرف غني په ټاکنیزه ډله کې د محمد یوسف غضنفر شتون ته په اشارې سره وایي ولسمشر باید له نوموړی حساب واخلي.

د ولسي جرګې غړی، عبدالولي نیازی څرګندوي:«د غضنفر له څنګه یې کمپاینونو کې ډېرې پیسې لګولې دي، په تفاهم سره، اوس چې وکولی شي غضنفر له پورونو خلاص کړي او هم وکولی شي یوه لار ورکړي، غضنفر ته وايي چې ته مو له لویو پورونو خلاص کړې.»

بل خوا د مالیې وزارت یو پخوانی کارکوونکی مني چې د غضنفر په ګډون څو نورو پانګوال له مالیې وزارت نه سلګونه ملیون ډالره پوروړي دي . خو دغه سوداګر له اوسني او مخکني حکومت سره د نژدې اړیکو د لرلو له امله ددغو پېسو ورکړې ته نه دي حاضر شوي.

د مالیې وزارت د عامه اړیکو پخوانی مسوول، عبدالقادر جیلاني وايي:«زموږ مسوولان ان د وزیر په کچه د دې توان نلري چې پر یوه سوداګر فشار راوړي تر څو پیسې یې ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې یوسف غضنفر د محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې څلورم کس دی او د غضنفر په شرکتونو له پورونو سره سره نوموړی توانیدلی دی چې له حکومت نه د نړیوال بانک د مرستو په ژمنې سره د پنځوس میګاواټه بریښنا د تولید د لویې پروژې تړون تر لاسه کړي.

د اسنادو له مخې څلور پورړوي شرکتونه د «زمری سمیع»، «فردوسي بلخي»، «رڼا خسرو» او د «پسرلي شرافت» په نامه دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه