Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان د ۳۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري

سره له دې چې افغانستان له خپلو کورنیو سرچینو څخه د ۳۱۰زره میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري، خو اوس‎مهال د هېواد ۷۵ سلنه د لګښت برېښنا وارداتي ده.

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وایي، هېواد کې د ۱۴۰۰ میګاواټه د لګښت وړ بریښنا څخه یوازې ۲۵سلنه یې کورنۍ ده.

له بلې‎خوا یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي که افغانستان خپله د اړتیا وړ بریښنا له کورنیو سرچینو تولید کړي، نو پر وارداتي برېښنا لږېدونکې میلیونونه ډالره به سپما شي.

افغانستان په سیمه کې تر ټولو ډېرو د برېښنا تولید سرچینو په درلودو سره، خپله برېښنا له منځني ختیځ او ایران څخه واردوي.

هېواد کې د ۳۱۰ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا شتون سره، کابو۲۳ زره میګاواټه د اوبو له سرچینو، کابو۲۰۰زره میګاواټه د لمر له انرژۍ او کابو ۶۸ زره میګاواټه هم د بادونو څخه تولید کېدی شي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان پر حکومت له سختې نیوکې سره وايي، حکومت لا هم د برېښنا تولید لپاره روښانه تګ‎لاره نلري.

د اقتصاد څانګې د پوهنتون استاد، سید مسعود وايي:«د کورنیو سرچینو څخه د برېښنا تولید په برخه کې کار اخیستنه به په حقیقت کې لامل شي چې هغه میلیونونه ډالره چې د برېښنا تولید لپاره لګول کېږي، سپما شي. او د سپما ترڅنګ تاسو کولی شئ چې پر سپما شوې پانګې د تولید په برخه کې کار وکړئ؛ او په ټوله کې د ملي عوایدو وده زیاتولئ شئ.»

له بلې‎خوا، ویل کېږي چې اوس‎مهال په هېواد کې د انرژۍ اړتیا ۱۱ زره میګاواټه دی، خو لیدل کېږي چې د دغې برېښنا کمه برخه په هېواد کې تولیديږي.

د اوبو اوبرېښنا وزارت ویاند، عبدالبصیر عظیمي وايي:«د دې لپاره چې افغانستان د برېښنا په برخه کې پر ځان بسیا شي، وزارت د برېښنا تولید او لګښت لپاره درې کلن پلان لري د دغه پلان له عملي کېدو سره به هېواد کې له کورنیو سرچینو برېښنا تولید شي.»

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کارپوهان له حکومت څخه غواړي چې د لوبو بندونو جوړولو لپاره د خصوصي برخې همکاري جلب کړي.ة

د دوی په وینا، هېواد کې د برېښنا تولید سره به د خلکو چټکې اقتصادې ودې ترڅنګ د دوامداره اقتصادي ثابت رامنځته کېدل هم هېواد کې شونې دي.

سره له دې چې افغانستان له خپلو کورنیو سرچینو څخه د ۳۱۰زره میګاواټه بریښنا د تولید وړتیا لري، خو او

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه