Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حکیمي:د «یو کمربند یوې لارې»پروژه د سیمې لپاره مهمه ده

د هېواد د مالیې وزیر اکلیل حکیمي،په روانه اوونۍ کې په چین کې د اقتصادي کلنۍ غونډه کې وویل چې د «یو کمربند یوه لاره»چې د ورېښمو لارې د بیارغونې لپاره یوه نوې طرحه دی چې د افغانستان او سیمې لپاره مهمه ده.

هغه وویل:«واټونه،د د اوسپنۍ پټلۍ او د برېښنا لېږد، د دوو هېوادونو د ملتونو د نېږدېوالي او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره وي. او د یو کمربند لارې د پروژې عملي کېدل د افغانستان او سیمې لپاره مهم دي.»

په همدې حال کې د افغانستان د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د دغې لارې په جوړېدو سره افغانستان له شمال او لوېدیځ څخه د ورېښمو له نوې لارې سره به ونښلوي.

د افغانستان د نړیوالۍ سوداګرۍ او صنایع خونې د عامل پلاوي رییس عبدالقدیر بهمن طلوع نیوز ته وویل:«که‎چېرې حکومت د خپلو بېخ بنسټونو لپاره دننه او د هېواد په سرحدونو کې اقدام وکړي او همدارنګه په دغه پروژه کې له شته فرصتونو څخه په سمه استفاده وکړي،له شک څخه پرته دغه پروژه زموږ لپاره له حده زیاته ګټوره به وي.»

«یو کمربند یوه لاره»په سیمه کې د ورېښمو لارې د بیارغونې لپاره د چین نوې طرحه ده چې د هغه په عملي کېدو سره د نړۍ ۵،۴ مېلیارده نفوذ له هغه څخه به برخمن شي.

د واټونو جوړول،د اوسپنۍ پټلۍ او د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې د غازو د نل لیکو غځول،په دغې طرحه کې شاملېږي.

د دغې پروژې د عملي کېدو لومړنی لګښت څه باندې ۴۰ مېلیارده ډالره اټکل شوی دی.

په همدې حال کې د ورېښمو نوې لاره چې د هغه د تمویل لپاره یو ستر بانک د سلو مېلیاردو ډالرو پانګونې سره د چین له خوا جوړ شوی دی،چې د افغانستان د شمال،لوېدیځ او سوېل څخه تېرېږي.

شریک یي کړئ