د هېواد په ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د پاکستاني کلدارو د منع کولو کمپاین په پایله کې، اوس د افغانستان په بازارونو کې د کلدارو ارزښت مخ په کمېدو دی.
زر پاکستانۍ کلداره نن(پنجشنبې د مرغونې په ۱۲مه نېټه) د هېواد په بازارونو کې ۴۸۰ افغانۍ بدلېدې؛ په داسې حال کې چې کابو یوه میاشت مخکې زر کلدارې په ۵۰۰افغانۍ وې.
د یو شمېر صرافانو په خبره شهزاده سرای کې دا بیه په تېرو اتلسو کلونو کې بې سارې ده.
په شهزاده سرای کې صراف، فردین وايي:«افغانۍ باید خپل ارزښت پیدا کړي. افغانۍ په پاکستان کې نه چلیږي، خو پاکستانۍ کلدارې افغانستان کې چلیږي.»
له څه مودې راهیسې په خوست، ننګرهار، غزني، کنړ پکتیکا، کندهار او لغمان کې پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه منع شوې ده.
مخکې له دې په یادو ولایتونو کې راکړه ورکړه په کلدارو کېده.
د شهزاده سرای د مشرۍ پلاوي غړی، امین جان خوستی بیانوي:«کله چې خلک له افغانیو کار اخلي او په مارکیټ کې په جریان کې وي، نو مطمينآ چې بیه یې زیاتیږي.»
له دې سره د هېواد مرکزي بانک وايي چې په دې وروستیو میاشتو کې ۵،۱میلیارده افغانۍ د هېواد ختیځو او سویل ختیځو ولایتونو ته لیږدول شوي دي.
د مرکزي بانک ویاند، شریف الله شیګیوال په دې اړه داسې وايي:«د دې امتیاز[د پاکستاني کلدارو د بیو ټیټوالي] خلکو ته ورځي. مرکزي بانک هم په دې برخه کې کار کړی دی.»