Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکمنستان وارداتي برېښنا بیه لوړه شوې ده

د برېښنا شرکت وايي د  ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د برېښنا پرېکېدو وروسته خبرې اترې چې د بیې ښکته کولو په موخه شوې وې، له مخې به یې تر یوه کاله پورې د یوه کیلواټ برېښنا بیه ۴سنټه وي.

د بريښنا شرکت تر دې وړاندې د هر کیلو واټ بریښنا په بدل کې ترکمنستان ته دوه سنټه ورکول، خو تر دې وروسته څلور سنټه ورکوي، هغه هم په داسې حال کې چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالرو لوړیدو پر دغه شرکت فشار زیات کړی.

اوس مهال د بریښنا شرکت هڅه کوي د  ترکمنستان د بریښنا د بیې لوړوالی د ایران د بریښنا د بیې په کموالي سره چې هر کیلو واټ یې په اته سنټه دی جبران کړي.

د برېښنا شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي څرګندوي:«د ایران خوا ته هغه حسن نیت چې موږ یې لرو ایران یې هم ولري او بیې راښکته کړي او که بیه ټيټه نشوه، نو موږ اړ یوو چې نویو تعرفو په اړه فکر وکړو.»

د بریښنا شرکت د معلوماتو له مخې اوس مهال افغانستان ۱۰۲ میګاواټه بریښنا له ترکمنستانه او څه باندې ۱۴۰ میګاواټه له ایران څخه واردوي. د ترکمنستان له بریښنا څخه  په هرات، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې کار اخیستل کیږي.

د اقتصادي چارو کارپوه، سید مسعود څرګندوي:«تر هغې چې د افغانستان حکومت خپله برېښنا تولید نکړي او د وارداتو بدلون سیاست خپل نه کړي نو دوی به بیې لوړې کړي، موږ باید تمه ونه لرو چې کمه یې کړي ښایې لوړه یې کړي نور هېوادونه.»

تر کمنستان د روان میلادي کال په پېل کې پر افغانستان خپله صادراتي بریښنا پرې کړه او د هر کیلو واټ په بدل کې یې د څلور سنټو د ورکړې غوښتنه وکړه . تر هغه وروسته د بریښنا شرکت اعلان وکړ چې تریوې بلې میاشتې پورې  به چې د دواړو لوریو خبرې پایته رسیږي بریښنا به بیرته په پخوانۍ بیې تمدید شي.

د برېښنا شرکت ویاند وايي، ټاکل شوې ده له افغانستان ته ایران ته پلاوی د برېښنا بیې کموالی په موخه دې ولاړ شي

شریک یي کړئ