نړیوال بانک ویلي دي چې د مرکزي اسیا د دوه هېوادونو د سوداګرۍ د ښهوالي لپاره، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبیر لارې ترڅنګ یو اقتصادي دهلیز، تمویلوي.
د نړیوال بانک چارواکي وايي چې دغه بانک د پاکستان په سند ایالت کې د بیا رامنځته کېدونکو انرژیو د دوه پروژو د ملاتړ له لارې او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فعالیتونو د پراختیا لپاره د خیبر لارې په اوږدو کې د یوه اقتصادي دهلېز د جوړولو ژمنه کوي.
د پاکستان لپاره د نړیوال بانک رییس الانګو پټچماټو ویلي دي:«دا پروژې د لمریزې برېښنا تولیدي پروژې ته په پام سره چې د سند ټول ایالت له هغه برخمن کېږي او د سیمهییزو اړیکو له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سوداګرۍ ملاتړ کوي او د خبیر لارې په اوږدو کې د خصوصي برخې د پراختیا، د سند برېښنايي اړتیا تر څېړنې لاندې نیسي.»
ښاغلي یتچماتو زیاته کړه:«د ۴۸ کیلومټرو په اوږدوالي د لویې لارې جوړول چې پاکستان خپل سیمهییز سوداګریز شریکان په کې نښلوي او همدارنګه د هېواد د زیربناو ارتقا، د پاکستان د ودې د مهمو سیاستونو له ډلو دي.»
د خبیر لارې د ۴۶۰ مېلیون ډالري اقتصادي دهلېز پروژه به په افغانستان، پاکستان او د مرکزي اسیا هېوادونو کې مصرف کوونکو، تولیدونکو او سوداګرو ته د لږ وخت او د لېږد رالېږد د کمې بیې او په خصوصي برخه کې د پانګونې لپاره به ډېر ګټور وي.