د سوداګرۍ او پانګونې خونه چارواکي وایي چې په کابو تېرو پنځو کلونو کې د ثابتو او انتفاعي مالیاتو کچه دوه برابره لوړه شوې ده.
د سوداګرۍ خونې مرستیال وایي چې په هېواد کې د مالیاتو زیاتوالی د توکو د بېو د لوړوالي یو لامل دی او بالاخره په هېواد کې د مالیاتو د لوړېدو بیه خلک پرې کوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند په دې اړه وویل:«د مالیاتو زیاتوالی پر خلکو هم اغېزه لري؛ که چېرې له یوې خوا عواید لوېږي، له بلخوا پر خلکو اغېزه کوي. موږ غواړو چې عواید د کار او بار له زیاتوالي سره لوړ شي، نه د مالیاتو له زیاتوالي سره.»
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي هم وايي:«کله چې اضافي مالیات راټولېږي او یا هم کم راټولېږي د اقتصادي وضعیت او یا د سوداګرۍ وضعیت او د خپله سوداګر د څرګندونو پر بنسټ دي.»
له بازارونو د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په تېرو پنځو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د مالیاتو له تدریجي لوړوالي سره همهاله د توکو بیې هم شاوخوا پنځه دیرش سلنه لوړې شوې دي.
په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې په بازارونو کې د یوې بوجۍ اوړو په بیه کې تر ۵۰۰ افغانیو توپیر راغلی او بیه یې لوړه شوې ده او د ۱۶لېټره غوړیو بیه له ۷۰۰افغانیو نه ۱۳۰۰ افغانیو ته رسېدلې ده.
د کابل ښار اوسېدونکی فضل الله څرګنده کړه:«کار نشته. یو کراچۍ لرونکی چې د ورځې ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو کار کوي، پر هغه څه وخوړي.»
حسن د پلازمېنې اوسېدونکی وايي:«قیمتي ډېره ده؛ د کور کرایه، اوبه ، ډېره برېښنا ده.»
اوسمهال د مالیې وزارت له عایداتو نه د مالیاتو پر اخیستو چې د حکمي او حقیقي شخصیتونو له خالصې ګټې نه اخیستل کېږي؛ پر انتفاعي مالیاتو چې د پلور پر سر اخیستل کېږي؛ پر موضوعي مالیاتو چې د مالیه ورکوونکي له لګښتونو اخیستل کېږي او پر ثابتې مالیې
چې کوچني متشبثین یې پر ورکړه مکلف دي؛ سربیره څو ډوله نا مستقیم مالیات هم راټولوي .