Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیې وزارت: افغانستان له نړیوالې ټولنې او نورو ادارو څخه دوه میلیارده ډالره پوروړی دی

د مالیې وزارت وايي چې افغانستان له نورو هیوادونو څخه دوه میلیارده او ۲۹۰ میلیونه ډالره پوروړی دی

د مالیې وزارت وايي چې دا پیسې د لومړیو پروژو لپاره په پور اخیستل شوې وې چې یو شمېر يې د افغانستان په ګټه وې.

دا وزارت وايي د دې پیسو یوه برخه افغانستان ته ور بخښل شوې او هم له دې پورونو څخه افغانستان ته ځينې امتیازات هم و رکول شوي دي.

د مالیې وزارت ویاند عزیر شمس وویل:« پورونه دي چې امتیازات یې ښه دي، یا یې د ورکړې دوران اوږد دی او یا له ګټې پرته دي چې يوازې به ورکول کیږي.»

افغانستان له ۱۳۴۵ مال څخه تر ۱۳۸۷ کال پورې په میلیاردونو ډالره پور اخیستی و چې ډيره برخه کې ور بخښل شوې.

یو شمېر شنونکي په دې اړه بیلابیل اندونه لري او وايي چې د پور د ورکړې شرایط باید اسانه وي.

خو ایا هغه پورونه چې افغانستان تر لاسه کړي دي په سم ډول لګول شوي دي.

اقتصادي کار پوه شیرعلي ترزي وویل:« باید و وایو چې په افغانستان کې نه یوازې پور بلکه ډيرې ستونزې شته دي، څنګه چې وی هغسې ترې ګټه نه ده اخیستل شوې، نه یوازې پور بلکه له بلاعوضه مرستو څخه هم سم کار نه دی اخیستل شوی.»

تر اوسه پور ورکونکو هیوادونو افغانستان ته له خپلو پورونو څخه ۱۳ میلیارده ډالره ور بخښلي دي.

تر ټولو لوی پور یولس میلیارده ډالر و چې د پخواني شوروي وه چې د پاریس کلوپ له لارې افغانستان ته ور بخښل شوه چې تر دې ها خوا امریکې، د پیسو نړیوال صندوق او د اسیايي پراختیايي بانک هم نیژدې نیم میلیارده ډالره افغانستان ته ور بخښلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه