د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې یوه روسي شرکت د مچلغو بند د جوړېدو چارې د څه باندې ۲۲ مېلیونه ډالرو په لګښت به پيل کړي.
خو د پکتیا د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه پروژه کې د څو کلونو څنډ ته په پام سره، حکومت باید د دغه بند د جوړېدو له چارو په کلکه څارنه وکړي.
هغوی دغه پروژه د پکتیا ولایت او ګاونډیو ولایتونو د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت د ښهوالي لپاره ډېر مهم بولي.
د مچلغو بند د جوړېدو چارې اوه کاله مخکې پیل شوې، چې په پکتیا کې د جلګې پر سنید جوړېږي، تېر کال د دغې پروژې تړون له هغې وروسته کله چې تړونوال یې ونه توانېدل چې په ټاکلي وخت یې دا بند جوړ کړي فسخه شو.
خو یو کال وروسته د دغې پروژې چارې یو روسي شرکت ته ورکړې شوې.
د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي چې دا ځل د دغې پروژې چارې په جدي توګه څاري.
د اوبو او برېښنا وزارت د اوبيزو پروژو د پلي کولو د څارنې رییس:«دا پروژه د پکتیا ولایت د کښت اوبو د تأمین لپاره ډېر اهمیت لري او موږ هڅه کوو چې د هغه کار ډېر ژر له سره پیل شي.»
پکتیا ولایت کې د مچلغو بند د جوړوېدو چارې د سردار محمد داود خان د واکمنۍ راهسیې اوه ځلې سروې شوې دي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړي وايي چې د دغې پروژې مخکینی تړونوال شرکت ۳۰ سلنه بودیجه ترلاسه کړې خو تراوسه يي پنځه سلنه چارې پای ته نهدي رسېدلي.
دوی زیاتوي حکومت باید دا ځل دغه پروژه په شرایطو برابر شرکت ته ورکړي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي:«د مچلغو بند پروژه په افغانستان کې له مهمو پروژو څخه ده او دا پروژه د هېواد د سوېل خیځو په ځانګړې توګه د پکتیا د خلکو مهمو اړتیاو څخه دي.»
د هېواد په سوېل ختیځ کې مچلغو یو له مهمو بندونو شمېرل کېږي چې د ۲۲ مېلیونه امریکايي ډالرو په لګښت به ورغول شي.
د دغه بند له اوبو څخه به شاوخوا ۲ زره او ۳۰۰ هکتاره ځمکه هم خوړوبه شي.