پر طبیعي سرچینو د څار ادارې غړي وایي، په فراه کې وروستۍ ناامنۍ د دې ښودنه کوي چې حکومت د ټاپي پروژې د امنیت ټینګښت لپاره لازم پروګرام نه لري.
د مهال وېش له مخې ګټې اخیستنې ته د ټاپي پروژې سپارلو ته شاوخوا یو نیم کال پاتې دی خو تر اوسه په افغانستان کې د دې پروژې د پلې کولو کار چې په دې پروژه کې دویم شامل هېواد دی نه دی پېل شوی.
پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړي په فراه کې وروستۍ ناامنۍ او د دغه ولایت د سقوط لپاره هڅې د دې پروژې لپاره له زیانه ډکې بولي.
دوی وایي دا کار ښيي چې حکومت تر اوسه د ترکمنستان د غازو نللیکې د لارې د ټينګښت لپاره کوم کار نه دی کړی.
پر طبیعي سرچینو د څار شبکې رییس ابراهیم جعفري په دې اړه وايي:«په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې حکومت کرا کرا ټاپي د پروګرامونو له لومړیتوبونو څخه وباسي ځکه د فراه د پرځېدو لپاره وروستۍ نښتې د دې څرګندويي کوي چې حکومت د ترکنستان د غازو د نللیکې د لارې د امنیت په ټینګښت کې کوم کار نه دی کړی.»
د کانونو وزارت په دې تړاو څه نه و ایي.
خو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترکمنستان د غازو د نللیکې د غځېدو د لارې ناامنه کول د هېواد د دښمنانو کار بولي او وايي چې دا وزارت د دې پروژې د امنیت د ټینګښت لپاره چمتووالی لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړه:«د افغانستان دښمنان تل هڅه کوي چې دا پروژه عملي نه شي، خو موږ هم هڅه کوو چې د دغې پروژې امنیت ټینګ کړو.»
د افغانستان پولو ته د ترکمنستان د ګازو د نللیکې له را رسېدو کابو پنځه میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د دې پروژې د عملي کولو بهیر ته څو نور پړاونه پاتې دي.
په هېواد کې د کانونو د برخې یو شمیر کارپوهان وايي چې حکومت به په خپل اوسني مدیریت سره پر دې بریالی نه شي چې د دې پروژې کار پر ټاکلي وخت پېل کړي.
دوی وایي چې د دې پروژې پر لاره ناامنۍ به مرستندویان په دې پروژه کې د افغانستان د ونډې له تمویل کولو په شا کړي.