Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورنیو او بهرنیو الوتنو د بیا پیل لپاره هڅې

د افغانستان د هووايي چلند اداره په پام کې لري چې تر راتلوونکو اتو ورځو کورنۍ او بهرنۍ الوتنې له سره پیل کړي.

د نړۍ د هوايي شرکتونو د ټولنې د نوې کړنلارې پر بنسټ، په ساعت وار توګه د هوايي ډګرونو ضد عفوني کېدو سربېره په هوايي ډګرونو کې د مسافرو ترمنځ د واټن مراعت کول به جبري وي.

د هوايي چلند اداره وايي، د نړۍ د هوايي شرکتونو ټولنې، هوايي شرکتونو ته یوه تازه کړنلار جوړه کړې چې له مخې به یې، د الوتنې پر مهال د مسافرو او د الوتنې د عملې له لوري د ماسک او ماغوګانو کارونه جبري وي.
 
د هېواد د هوايي چلند د ادارې مشر زیاتوي، په افغانستان کې به هم تر راتلونکو اتو ورځو پورې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې په منظم ډول پیل شي.

د هواي چلند ادارې مشر قاسم وفایي زاده په دې اړه څرګندوي:«موږ خپل چمتووالی لرو، د نړیوالو الوتنو لپاره هم په دې برخه کې تابیاوې نیول شوي دي.»

د نړۍ د هوايي شرکتونو د کړنلارې پر بنسټ هوايي شرکتونه مکلف چې له جدي روغتیايي تابیاوو سره د مسافرو پالنه وکړي.

ان ویل شوي چې ځينې هېوادونو وړاندیز کړی چې، په پاسپورټونو کې د ویزو تر څنګ د کورونا ویروس د معاینې یوه وړه ویزه هم ورزیاته شي؛ خو دغه وړاندیز لا تر اوسه د هوايي چلند د نړیوال ټولنې له لوري نه ده منل شوې.

د هوايي چلند د شرکتونو ټولنې رییس محمود شاه حبیبي وویل:«کرا کرا د هوايي چلند شرکتونه خپل کارونه بیا پیل وي خو دا موضوع چې الوتنې له سره پیلېږي هغه مهال معلومېږي چې هېوادونه د هوايی چلند شرکتونو او په دې برخه کې د نورو فعالیتونو لپاره به خپل ځانګړي پروګرامونه اعلان کړي.»

په نړۍ کې د کورونا ویروس له خپرېدو وروسته، له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې نړیوالې الوتنې ځنډول شوي؛ خو له څه مودې راهیسې ځینو بهرنیو هوايي شرکتونو په نامنظم ډول خپلې الوتنې پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه