د مالیې وزات وايي چې سږکال به د حکومت په عوایدو کې د اټکل له مخې ۷۶.۵ مېلیارده افغانۍ کموالی راشي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ په هېواد کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د حکومت عوایدو به ۱۳۲.۴ مېلیارده افغانیو ته ورسېږي.
د مالیې وزارت ویاند وايي دغه وزارت به د مالي کال تر پایه به یوازې ۶۳ سلنه اټکل شوي عواید راټول کړای شي.
د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه وايي:«که چېرې وضعیت خراب شي، او د کرونا ویروس د کال تر پایه وي، نو په دغه کال کې زموږ ټول راټول شوي عواید به ۱۳۲ مېلیارده افغانیو ته ورسېږي.»
سږکال د بودیجې په سند کې، د څه باندې ۲۰۸.۹ مېلیارده افغانیو د راټولو هدف ټاکل شوی دی.
له دې حساب سره سږکال به د بودیجې کسر څه باندې ۸۸ مېلیارده افغانۍ زیات وي.
د روڼتیا د څار بنسټ وايي چې د بودیجې د کسر د تېښتې لپاره د عوایدو په راغونډولو کې اصلاحاتو، له فساد سره مبارزې، او د نړیوالې ټولنې د مرستو ترلاسه کولو ته اړتیا ده.
د روڼتیا د څار بنسټ رییس سید اکرام افضلي په دې اړه وویل:«افغان حکومت دې د نړیوالې ټولنې قناعت دې ترلاسه کړي، چې د مرستو کچه یې کمه نه شي، او همدارنګه په ګمرکونو او عوایدو کې له فساد سره مبارزې ته دې پاملرنه وکړي.»
بلخوا د اقتصادي چارو شنوونکي وايي چې د کرونا ویروس خپرېدل، باید د روان کال د عوایدو د تالاترغۍ کېدو لپاره پلنه نه شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالرشید جانباز څرګنده کړه:«د کرونا او د کرونا د خپرېدو تر نامه لاندې، دا باید په ادارو کې د فساد لپاره ډېره زمینه برابره نه کړي، له دې امله باید متوجه وي.»
ورته مهال د مالیې وزارت شمېرې ښيي چې تر تېرې دوشنبې، دغه وزارت څه باندې ۵۵ مېلیارده افغانۍ راټولنې کړې دي، په داسې حال کې چې د دغه مهال د عوایدو د راټولو لپاره ۶۵.۴ مېلیارده افغانۍ اټکل شوې وې.