Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو فاریاب ته د ترکمنستان د مرستو د لېږد اجازه نه ده ورکړې

د یوې اوونۍ په تېرېدو سره طالبانو تر اوسه اجازه نه ده ورکړې چې د روژې میاشتې او کرونا ویروس ناورین لپاره د ترکمنستان شوې مرستې فاریاب ته ورسېږي.

د ترکمنستان حکومت یوه اوونۍ مخکې بې وزلو خلکو سره د روژې مبارکې میاشتې رارسېدو او د کرونا ناورین په موخه د خوراکي او کرنیزو توکو مرسته افغانستان ته ولېږله، خو طالبانو تر اوسه اجازه نه ده ورکړې چې دا مرستې د میمنې ښار ته ورسیږي او پر بې وزلو خلکو وویشل شي.

د فاریاب والي، نقیب الله فایق وايي چې له خوراکي توکو ډک موټرونه شیرینتګاب ولسوالۍ کې دي او ښایې ډېری یې خراب شي.

نوموړی د طالبانو دا کار بشري جنایت بولي:«طالبانو دا مرستې ګرځولې دي. یو موټر یې خپلې پوځي قرارګاه ته وړی او غلا کړی یې دی او نور څلور موټر د لمر لاندې ولاړ دي، هغه ترکاري وه، د چرګو هګۍ وې ښایې خراب شي.»

دغو مرستو کې ۳۵ټنه رومي بانجان، ۲۰ ټنه ترکاري، ۲۰ ټنه ګازرې، ۸ ټنه بسکویټ او چاکلیټ، ۱۲ ټنه غیر الکولي څښاک او ۱۶۱۸ کارتنه هم د چرګو هګۍ شاملې دي.

د فاریاب اوسېدونکي وايي چې د طالبانو دغه کار ته حیران شوي دي او له دې ډلې غواړي، حداقل دا مرستې تر واک لاندې سیمو کې یې بې وزلو خلکو باندې وویشي.

د فاریاب اوسېدونکی، فرشید په دې تړاو وايي:«دا مرستې بې وزه او فقیرو خلکو ته راغلې وې، د خدا پیغمبر وايي چې د یتیم ما مه خورئ، یتیم د اخرت په ورځ کې پوښتنه کوي چې زما حق مو ولې خوړلی.»

د فایاب بل اوسېدونکی، احسان زیاتوي:«د دې پر ځای چې روژې میاشت کې له خلکو سره مرسته وکړي، خو د نورو هېوادونو مرسته هم نه پرېږدې، دا مرستې له بل هېواده غریبو خلکو ته راغلې دي.»

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر واخلو، خو بې پایلې وه.

په همدې حال کې د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو له کبله د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی او د ترکمنستان دا مرستې په داسې حال کې ارزښت لري.

اته ورځې مخکې د ترکمنستان کرنیز او خوراکي توکي د اقینې بندر له لارې افغانستان ته راورسېدل

شریک یي کړئ