د برېښنا شرکت وايي چې یوځل بیا يي پر کارکوونکو د برېښنا الوزول شوې ستنې د رغولو پرمهال برید شوی دی.
د چاریکارو ښار ګلغنډۍ ښارګوټي کې چې د برېښنا شرکت کارکوونکي د ورانې ستنې د رغوونې په حال کې وو، پرې چاودنه شوې او پروان کې د برېښنا شرکت عملیاتي مرستیال وژل شوی او رییس یې ټپي دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د برېښنا پر دوو پایو راکټي بریدونه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستۍ اوونۍ کې په کابل او پروان کې د برېښنا ستنې او د برېښنا شرکت د بمونو او چاودنو ښکار کیږي.
هېواد کې د برېښنا شرکت پر ستنو او کارکوونکو په هدفي توګه بریدونه کیږي، خو حکومت په دې تړاو کافي مالومات نه ورکړي.
د پروان د والي ویانده، وحیده شهکار د برېښنا پر ستنو او کارکوونکو د بریدونه مسوول، طالبان بولي، خو دغې ډلې دا تورونه مخکې رد کړي وو.
روانه اوونۍ کې په پرله پسې توګه کابل او پروان کې د برېښنا پر کارکوونکو او پایو بریدونه شوي دي.
ګلغنډۍ کې د برېښنا پر ستنو برید، اتو وروستیو ورځو کې دریم برید او څلورم برید هم د هېواد په امنو سیمو کې د برېښنا پر پایو دی چې د سالنګ په امنیه سیمه کې لومړۍ پایله والوزول شوه.