د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د پانګونې د جذب، د صادراتو د پراختیا او د کورنیو محصولاتو لپاره د بازار موندنې په موخه د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د صادراتو د پراختیا تګلاره جوړه شوې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي د پانګونې په دې تګلاره کې تر ډېره پر هغو کورنیو محصولاتو چې د سیمې په هېوادونو کې سیالۍ وکړای شي او د هېواد سوداګر ترې ډېره ګټه ترلاسه کړي پانګونه شامله ده.
د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وویل:«د دغې تګلارې تطبیق د پنځو کلونو لپاره دی، له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ زیږدیر کال پورې دی چې زموږ صادرات به ۳۰ سلنه زیاتوالی ومومي.»
اخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې حکومت باید د هېواد د صادراتو د زیاتېدو لپاره سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې ونیسي ترڅو هغوی بهر ته ډېر محصولات صادر کړي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند صیام پسرلی وايي:«مشخصه وړاندیز دا دی، چې ازمویښتځای، بازارموندنه، د صادراتو معیاري کول دغه ټول موارد مو د سوداګرۍ له وزارت سره شریک کړل ترڅو هغوی دغه ستونزې د صادراتو زیاتوالي ته رسېدنه وکړي.»
د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وازرت د چارواکو په وینا په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د هېواد صادرات د ۸۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت وو او د صادراتو د پراختیا د تګلارې په عملي کېدو سره به په ۱۳۹۷ لمریز کال کې دا کچه څه باندې یو مېلیارد ډالرو ته ورسېږي.