د سوداگرۍ او صنایعو وزارت وايي د صادراتو د پراختیا او په دغې برخه کې د ستونز د حل لپاره یې ملي تګلاره جوړه کړې ده.
دغه تګلاره به ډېر ژر د حکومت عالي اقتصادي شورا ته د تأیید لپاره وړاندې کړل شي.
د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي؛ د صادراتو ملي تګلاره کې، تازه او وچه میوه، زعفرانو غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي کاڼي هغه توکي یاد شوي چې د هېواد صادرات زیاتوي او د نړۍ بازارونو کې سیالۍ کولی شي.
چارواکي ټینګار کوي چې تراوسه د۷۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت توکي له هېواده بهر ته صادر شوي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه طلوع نیوز ته وايي:«د افغانستان د صادراتو ملي تګلاره چې د افغانستان د صادراتي توکو شپږ اصلي برخې چې کولای شي سیالۍ وکړي په هغه کې په ډاګه شوي، د وارداتو او صادراتو د بدیل لپاره به ښه تضمین وي.»
اخوا د سوداګرۍ اوصنایعو خونه وایي چې د صادراتو د پراختیا په ملی تګلاره کې د سوداګرو لپاره زیاتې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي او دغه راز د دې تګلارې له مخې سوداګرو ته د ګمرکي خدمتونو د برابرولو ځانګړي مرکزونه هم جوړېږي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل:«د صادراتو لپاره ډېری اسانتیاوې او په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې له افغانستانه صادرات کوي د هغوی لپاره په پام کې نیول شوي دي. له هغې ډلې، د کابل په ګمرک کې یو واحد مرکز مو لیدلی چې د روانې اوونۍ کې د اجرايي رییس له خوا پرانیستل شو. همدا ډول د ګمرکي طی مراحلو لپاره په ټولو ګمرکونو کې د دغې تګلارې په چوکاټ کې مرکزونه رامنځته کېږي.»
د سوداګرس او صنایعو وزارت د چارواکو په وینا سږکال د هېواد صادرات ۲۰ سلنه زیات شوی او د ۷۲۰ مېلیون ډالرو په ارزښت کورني محصولات بهر ته صادر شوی دي.