د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر نن له غرمې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو د راتلوونکي کال د نوماند په توګه نوملیکنه وکړه.
محمد یونس قانوني او محمد محقق د ښاغلي محقق د مرستیالانو په توګه له ښاغلي اتمر سره په ټاکنیزې ډلې کې شتون لري. د ښاغلي اتمر ټاکنیزې ډلې د «سولې او اعتدال» ترنامه لاندې رامنځته شوی دی.
ښاغلي اتمر په ټاکنو کې له نوملیکنې وروسته په یوې خبري ناسته کې وویل ۳۰ ګوندونه د هغې له ډلې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د دفاع پخواني وزیر بسم الله محمدي، د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان، صبغت الله مجددي، شاکر کارګر په ګډون ځينې سیاسي او جهادي مشران د هغه له ټاکنیز ټکټ څخه ملاتړ کوي.
حنیف اتمر ۵۱ کلن دی او د انګلستان په یورک پوهنتون کې د مالوماتي ټکنالوژۍ او نړیوالو اړیکو په برخه کې لوست کړی دی.
هغه د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د کورنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې او په ملي یووالي حکومت کې هم څلور کاله د ملي امنیت سلاکار په توګه پاتې شوی دی.
محمد یونس قانوني، د ښاغلي اتمر لومړی مرستیال هم حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د مارشال فهیم له مرګ وروسته د لنډې مودې لپاره د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه پاتې شوی او همدارنګه د جمعیت اسلامي ګوند لوړ پوړی غړی هم دی.
د ښاغلي اتمر دویم مرستیال محمد محقق، د ملي یووالي حکومت اجراییه ریاست دوم مرستیال او همدارنګه د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشري هم په غاړي لري.
د ښاغلي اتمر په ډله کې د جوزجان پخوانی والي عالم ساعي او همدارنګه د هېواد ځینې نورې ترک توکمه څېرې هم د ځانګړو استازو په توګه په پام کې نیول شوې دي.
ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوملیکنې بهیر، د مرغومې په ۱۳ مه پیل. او تراوسه عبدالطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نور الله جلیلي، عنایت الله حفیظ، نورالحق علومي او فرامر تمنا د راتلوونکي کال د چنګاښ د ۲۹مې نېټې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوملیکنه کړې ده.
دراتلونکې اوونۍ د یکنشنبې په ورځ، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوملیکنې لپاره وروستۍ نېټه تعیین شوې ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه په ولسمشریو ټاکنو کې د ګډون لپاره ۷۳ تنو نوملیکنه کړې ده.