د احصایې او مالوماتو ادارې رییس وايي چې د بایومېټریک پېژاند دستګاوې داسې طرحه شوې دي چې تکراري رایې ثبتوي، خو له سمو رایو د تکراري رایو د جدا کولو په اړه د ټاکنو کمېسیون به تصمیم ونیسي.
جاوېد رسولي وايي چې د رایو ورکوونکو د بایومېټریک پېژاند په دستګاوو کې، د رایه ورکوونکي د انځور ثبت په رایه ورکوونکو پورې اړه لري چې ثبتوي یې او که نه، په دې اړه هم باید د ټاکنو کمېسیون پرېکړه وکړي.
د ښاغلي رسولي په وینا، دغه دستګاوې د ګوتو د ثبت لپاره دوه غوراویز لري او د لاس ګوتې که سل په سلو کې واضح هم نه وي ثبتوي.
هغه په دې اړه زیاته کړه:«کهچېرې کمېسیون پرېکړه وکړي چې عکس جبري دی، کولای شي جبري وي. په هغه صورت کې کهچېرې پرېکړه وکړي چې اختیاري دی؛ مثلاً یوازې د مېرمنو لپاره اپلېکېشن د دې وړتیا لري چې له دغې پرېکړې ملاتړ وکړي.»
د هغه په وینا دا دستګاوې تکراري رایې هم ثبتوي او دا تکراري رایې چاپوي، همداراز په چاپ شویو پاڼو تکراري شمېرې هم لیکل کېږي.
د احصایې او مالوماتو ادارې رییس جاوېد رسولي په دې اړه وویل:«یو کس کهچېرې په عین «ډيوایس»(د بایومېټریک په دستګا کې) چې تاسو په خپله ولیده بیا ځلې مالومات ثبتوي، سیسټم (هغه) پېژني چې دغه کس څو شېبې مخکې رایه ورکړې، کهچېرې شخص یوه بل محل ته هم ولاړ شي او شونې ده چې تکراري رایه ورکړي، خو د ټاکنو له ورځې وروسته کېدای شي چې په کمېسیون کې په وپېژندل شي.»
له بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي یوازې د رایو ورکوونکو د بایومېټریک دستګاوو د سټېکرونو د لګولو په اړه تصمیم نیول شوی چې باید د رایو پر پاڼو ولګول شي خو پر دغو دستګاوو د عکسونو اخیستو په هکله هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي حفیظ الله هاشمي څرګنده کړه:«بحثونه شوي؛ څو تنو وویل چې عکس باید جبري وي، خو ځينو نور بیا وویل چې د ښځو دې اجباري نه وي او تراوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې، تر شنبې به انشاالله په دې اړه کمېسیون پرېکړه وکړي.»
په داسې حال کې چې باید د رایو ورکوونکو د بایومېټریک ټولې دستګاوې د تلې تر دوولسمې نېټې دغه کمېسیون ته رسېدلې وای، نوموړی کمېسیون وايي تراوسه شپاړس زره د بایومېټریک دستګاوې او د دغو دستګاوو سرورونه دې کمېسیون ته رسېدلي او ټاکل شوې یوه ورځ وروسته شپږ زره نورې دستګاوې له بطریو سره کابل ته راورسېږي.