یو شمېر هېوادوال وايي چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوملیکنې لپاره د رایو ورکوونکو د تذکرو پر کاپي سټيکر لګول به درغلیو کچه لوړه کړي.
دوی د ټاکنو خپلواک کمېسیون او حکومت پر دې پرېکړې له نیوکې سره وايي چې حکومت باید د دې پرېکړې لپاره بدیله لار ولټوي.
د کابل اوسېدونکی، محبوبالله حبیبي وايي:«د تذکرو پر کاپي د سټيکرو لګول به په ټاکنو کې د درغلیو کچه زیاته کړي.»
د هېواد په نورو برخو کې هم په دې اړه انديښنې شته، شمالي سیمو اوسیدونکي په دې بهیر کې د درغلیو دکمولو لپاره له حکومت ټاکنو له خپلواک کمیسیونه داسې غوښتنې لري.
د بلخ اوسېدونکی، عبدالحمید وویل:«حکومت باید چې د دې ستونزې د هوارۍ په موخه یوه منطقي د حل لار پیدا کړي تر څو ټاکنو کې رڼښت وي.»
د بدخشان ولایت اوسېدونکی، بصیر واثق زیاتوي: «هر چا چې دا پرېکړه کړې ده، یوه نادره پرېکړه ده چې په ټاکنو کې د درغلیو لپآره مرسته کوي.»
که څه هم ددې مرکز کارکونکي نه پریږدي چې د دغه بهیر تصویر واخلو خو دا مور وايي په دې کار سره غواړي په راتلونکو ټاکنو کې رایه ورکړي.
له دې سره سره د سه شنبې په ورځ (د غويي۲۵مه) د رایو ورکونکو د نوم لیکنې دوهم پړاو په ولسوالیو کې پيلیږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي ددې بنسټ کارکونکي په ولسوالیو کې د رایو ورکونکو د نوم لیکنې لپاره روزل شوي او ولسوالیو ته د توکو د لیږدولو په حال کې دي.
دغه کمیسیون وايي د رایو ورکونکو نوم لیکنه به تر دوو اونیو په ولسوالیو کې دوام ولري.
کابل کې د نوملیکنې مرکزونو رئیس، اول الرحمان رودوال وايي:«ولسوالیو کې به ۹۳ مرکزونه کار پيل کړي او کارکوونکي په دې ولسواليو کې د کار لپاره د دوو اوونیو لپآره روزنه ویني.»
له دې مخکې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا سرپرست د تذکرو پر کاپي د سټیکرونو د لګولو په غبرګون کې له دندې استعفا وکړه او ویلي یې دي چې دا کار د ټاکنیزو درغلیو د زیاتوالي لامل کیږي.