د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسؤلین وايي د نوماندانو د ټاکنیزو کمپایني لګښتونو د څومرهوالي او او څرنګوالي د څېړنې لپاره يې یوه ډله ټاکلې ده.
د دوی په وینا ډېر ژر به د دې څېړنې پایلې د شکایتونو له کمیسیون سره شریکې کړې.
د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي:«لسو تنو عملاً خپل کار پیل کړی دی، دوی اسناد راټولوي، چې د ټاکنو کمیسیون تایید کړل، بیا به يې د شکایتونو کیمسیون ته وسپارو.»
په ورته وخت کې د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، ټاکنیزو کمیسیونونو د نوماندانو له لګښتونو هیڅ څارنه نه ده کړې او ځينو نوماندانو د قانون پر خلاف میلیونونه افغانۍ لګښت کړی دی.
د ولسي جرګې دویم مرستیال عرفان الله عرفان وايي:«زه داسې اسناد هم لرم، چې د یو نوماند یوازې د عکسونو لګښت دوه لکه ډالر شوی دی.»
د ولسي جرګې بل غړي عبدالرحمن رحماني هم وايي:«په ځینو رسنیو کې یو نوماند شل ثانيې اعلان په ۲۵زره ډالر قرارداد کړی دی.»
په ورته وخت کې د شکایاتو کمیسیون وايي د نوماندانو پر لګښتونو د څار مسؤلیت د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دی، که دوی شکایت ورسېږي نو له نقدي جریمې نیولې له ورستي لیسته د نوماندانو تر حذف پورې به اقدامات وکړي.
د شکایتونو د اورېدو کمیسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني وايي:«دا د ټاکنو کمیسیون مکلفیت دی او موږ ته باید راپور را کړي، نوماندان باید دوی ته راپور ورکړي، دقیقه څارنه وشي، که دا یو هم سم ترسره نه شي، د شکایاتو کمیسیون له لوري به تعقیب شي.»
ټاکل شوې ټاکنیز کمپاین به د تلې تر شپږویشتمې دوام وکړي او له دوه ورځې ځنډ وروسته به د تلې په اته ویشتمه ټاکنې ترسره شي.