د کابل ښار لوېدیځ کې بیا هم د ټاکنیزو مرکزونونو ناوخته پرانیسته هغه څه وه، چې خلک يې شکایتونو ته اړ کړل.
رایه ورکوونکي وايي پرون ټوله ورځ يې په انتظار تېره شوه او نن هم ټاکنیز مرکزونه ناوخته پرانیستل شول.
په یاده سیمه کې زموږ خبریاله فرحناز فروتن وايي، نن (یکشنبه، د تلې ۲۹مه) هم د خلکو ګډون پراخ و.
دوی د کارکوونکو کمښت، د رایې ورکولو سست بهیر او د بایومټریک دستګاوو سره د کارکوونکو نابلدتیا هغه څه بولي چې خلک يې ساعتونو ساعتونو انتظار ته اړ کړي دي.
د نصیر احمد په نوم یو تن وویل: «پرون راغلم، ډېر منتظر شوم، خو بهیر پیل نه شو، بالاخره نن وتوانېدم، چې رایه ورکړم.»
په همدې سیمه کې د «دوازده امام ښارګوټي» اوسېدونکي وايي چې د غرمې تر دوولس بجو يې لا هم ټول ټاکنیز مرکزونه پرانستل شوي نه و.
د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، کابل کې ۴۶ مرکزونه د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي پاتې شوي و، چې نن (یکشنبه، د تلې ۲۹مه) پکې ټاکنې ترسره شوې.