ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر د دغه ولایت د حصارک او شېرزادو ولسوالیو په ګډون په لیرې پرتو سیمو کې د ټاکنو پر وړاندې له امنیتي ننګونو او ستونزو اندېښنه لري.
همدا راز د ننګرهار ولایتي شورا رییس او ځايي اوسېدونکي له امنیتي ادارو غواړي چې دغو امنیتي اندېښنو ته دې ځواب ووايي او د ټاکنو په ورځ دې د خلکو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
په ننګرهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر مشر احمد داود صدیق زاده په دې اړه وویل:«د حصارک او شېرزادو په ولسوالۍ کې امنیتي ستونزې ډېرې دي. په نورو لیرې پرتو ولسوالیو کې هم امنیتي ننګونې شته.»
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت هم په دې ولایت کې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو د مرکزونو په وړاندې له امنیتي اندېښنو یادونه کوي.
د ننګرهار ولایتي شورا رییس احمد علي حضرت څرګنده کړه:«له یوې مودې راهیسې د هېواد په بېلابېلو برخو کې امنیتي وضعیت ښه نه دی. په ننګرهار کې هم په دې وروستیو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. خلک چمتو دي چې د ټاکنو په ورځ ګډون وکړي، خو امنیت یې باید تامین شي.»
په همدې حال کې د ننګرهار ځايي استوګن له حکومته غواړي چې د ټاکنو پر ورځ دې د رایې ورکولو د مرکزونو امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي، څو خلک په ډاډ زړه رایې وکاروي.
د ننګرهار اوسېدونکی عابد وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده په هغو برخو چې تر ګواښ لاندې دي هلته ځانکړي ځواکونه واستوي.»
د جلال اباد ښار اوسېدونکی نورعالم هم وویل:«د ټاکنو امنیت باید ټینګ شي. له امنیت پرته، ټاکنې به ستونزمنې وي.»
په ورته وخت کې امنیتي چارواکي د تلې پر ۲۸مه نېټه د رایې ورکولو مرکزونو او خلکو خوندیتوب لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیر څخه یادونه کوي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان په ډاګه کړه:«موږ د ټاکنو په اړه امنیتي تابیاوې نیولې دي او موږ ټول امنیتي ځواکونه له یو بل سره یو لاس او یو غږ یوو. زه ډاډ درکوم چې د انتخاباتو په ورځ به امنیتي ستونزې رامنځته نه شي او خلک به وکړای شي چې په اسانۍ د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.»
ننګرهار په تېرو څلورو میاشتو کې یو له هغو ولایتونو څخه ګڼل کېږي چې پهکې تر بل هر وخته ترهګریزې پېښې ډېرې شوي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم په کې له ۱۰۰۰ تنو څخه لوړه شوې ده.