د ولسي جرګې ټاکنې نن (شنبه، د تلې ۲۸مه) د سهار پر اوو بجو د محمد اشرف غني په رایه کارولو سره پیل شوې.
هغه خپله رایه په امانیه لېسه کې وکاروله او اجراییه رییس عبدالله عبدالله نږدې ساعت وروسته په نادریه لېسه کې خپله رایه استعمال کړه.
د ورځې په اوږدو کې د ټاکنو له پیل شاوخوا یو نیم ساعت وروسته، شکایتونه پیل شول، چې ډېری يې د موادو د نه رسېدو، د بایومټریک دستګاوو نا سم کار او د مرکزونو د ناوخته پرانیستل کېدو یا بند پاتې کېدو په اړه و.
طلوعنیوز د شکایتونو او نیمګړتیاوو د په ډاګه کولو لپاره واټساپ شمېره اعلان کړه، چې په نږدې دوه نیم ساعته کې شکایت کوونکي تر څلورو زرو هم واوښتل.
پر ولایاتو سربېره پلازمېنه کابل کې هم ان چارواکو شکایتونه وکړل او د ټاکنو کمېسیون يې پر ناسم مدیریت تورن کړ.
د کابل ښار په لوېدیځ کې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په داسې حال کې باقرالعلوم ټاکنیز مرکز ته ورغی، چې لا هم ټاکنیز مامورین نه و را رسېدلي.
هغه له رارسېدو سره جوخت وویل: «څه خبره ده، دلته خو هیڅ شی او هیڅوک نشته.»
هغه د ټاکنو کمیسیون له رییس سره اړیکه نیسي: «اتو ته پنځه دقیقې پاتې دي، د کمېسیون له لوري هیڅ تیاری نشته.»
په همدې سیمه کې د زهرا په نوم یوې رایه ورکوونکې وویل:«شپږ بجې چې راغلي یو، تر اوسه شروع شوې نه ده، څوک نشته، ساعت هم نهه نیمې دي.»
د سولې شورا رییس کریم خلیلي، د کابل ښار په درېیمه کارته کې خپله رایه وکاروله، هغه هم د ټاکنیز مرکز له ناوخته خلاصېدو شکایت وکړ.
«زه له اوو بجو راهیسې تیار یم، خو شل کمې [اته] مې رایه ورکړه.»
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ومنله، چې د ورځې په اوږدو کې ګڼ شکایتونه ور رسېدلي دي، د دې کمېسیون ویاند عليرضا روحاني مازیګر مهال په خبري کنفرانس کې د ټاکنو کمېسیون پر کمزوري مدیریت تورن کړ.
هغه وویل: «په ځينو مرکزونو کې بایومېټریک دستګاوې له ستونزو سره مخ دي او د ناظریونو مخه هم نیول شوې او له ګواښ سره مخ شوي د اساسو ټاکنیزو توکو له ناسالموالي هم رپوټونه شته. په ځينو مرکزونو کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون استازي ته اجازه نه ده ورکړل شوې او یا هم اساس توکي نه دي ورکړل شوي.»
روحاني زیاته کړه چې اوه داسې موارد دوی ته د شکایت په ډول ور رسېدلي دي، چې د ټاکنو بهیر روڼتیا تر سوال لاندې راوستلی شي.
د ټاکنو کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد غرمه مهال خبري کنفرانس ته وویل، په تړلیو پاتې مرکزونو کې به سبا (یکشنبه) ټاکنې ترسره شي.
صیاد چې ماښام مهال بیا د رسنیو کېمرو ته راڅرګند شو ومنله، چې په ننیو ټاکنو کې نیمګړتیاوې موجوې دې وې، هغه وویل: «په نننیو ټاکنو کې نیمګړتیاوې زیاتې وې، ځينې ښوونکي چې ګمارل شوي و، د طالبانو د ګواښ له امله د رايې اچونې مرکزونو ته حاضر نه شول.»
په دې ټاکنو کې د ۲۴۹ چوکیو لپاره ۲۵۶۵ تنو خپل ځانونه نوماند کړي دي، چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې نږدې نهو میلیونو کسانو ورته نوملیکنه کړې ده.
د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني پرته په ۳۲ ولایتونو کې ترسره کېږي.