Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کمېسیون دخیالي رایو ورکوونکو په اړه دحکمتیار ادعاوې بې بنسټه بولي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې شمېر سم نه دی وايي که‎چېرې څوک د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې د درغلیو په اړه ادعا لري، باید سند وړاندې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځه مېلیونه خیالي رایو ورکوونکو د نوم‎لیکنې په اړه وايي چې د راتلونکې میاشتې ترپایه د تقلبي نوم لیک شویو شمېر به څرګند شي.  

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېنشر سید حفیظ الله هاشمي په دې اړه وویل:«موږ د هر سټېګر په اړه ځواب ویوونکي یوو؛ دا سټېګرونه مخکې له مخکې په سیسټم کې داخل شوي. په بازار کې هېڅ سټېکر پلورل شوی نه دی، که څوک ادعا کوي چې پلورل شوي بیا دې سند وړاندې کړي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حزب اسلامي د مشر د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي چې ویلي یې دي که څوک هڅه وکړي سیاسي ګوندونه حذف کړي او انتخابات له درغلیو ډک ترسره کړي سیاسي ګوندونه او خلک به یې په وړاندې واټونو ته ووځي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون به وتړي، وایي ترهغه چې قانون بدل نه شي دا بنسټ سیاسي ګوندونو ته د ونډې ورکولو لپاره څه نه‎شي کولای.

ښاغلي هاشمي په دې اړه زیاته کړه:«یوازې هغه کار چې موږ یې کولای شو ترسره کړو قانون دی، موږ د قانون پر بنسټ کار کوو. د قانون له بدلون پرته هېڅ کار شونی نه دی. که‎چېرې دوی کولای شي په یوه ورځ کې قانون بدل کړي، کمېسیون هم په یوې ورځ کې چمتو دی چې دا کار ترسره کړي. د قانون بدلون اسانه کار نه دی، نه یې وخت دی او نه د ټاکنو کمېسیون وخت لري چې دا کار لپاره چې وروسته وکړای شي د تلې په ۲۹ مه ټاکنې ترسره کړي. که‎چېرې دا کار وشي، ټاکنې به وځنډېږي او د هغه پایلې چا ته راجع کېږي چې بهیر ستونزمن کړي.»

بلخوا د ټاکنو کمېسیون شاوخوا ۵۰۰ کسان د نوم لیکنوونکو د مالوماتو په ثبتولو په کار ګمارلي دي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټکنالوژۍ د برخې مسوول وايي، د ټولو مالوماتو له ثبت وروسته به د خیالي او اصلي نوم لیکونو شمېر سره جلا شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټکنالوژۍ د برخې رییس سید ابراهیم سادات څرګنده کړه:«تراوسه کابو ۷۰۰ زره کسان په مالوماتي بانک یا ډېټابس کې ثبت شوي. هڅه کوو دا کار ژر ترسره شي او وکړای شو چې د راتلونکې میاشتې تر ۲۳ مې نېټې یې بشپړ کړو. موږ باید یوه یا دوه اوونۍ صبر وکړو ترڅو ټول مالومات ثبت شي. باید د ۹ مېلیونو ثبت شویو کسانو په اړه مالومات دلته ثبت شي. له هغې وروسته موږ غواړو دا ادعاوې چې د پنځه مېلیونو په اړه ویل شوی، سم دي که نه؟»

پرټاکنو څاروونکي بنسټونه د نوم لیکنې په برخه کې له ټکنالوژۍ پر ګټو اخیستو خوښ دي، خو د ناسمو مالوماتو له ورکړې انديښنه څرګنده وي.

خو یو شمېر سیاسي ګوندونه ټینګار کوي سیاسي ګوندونه له ولسي ملاتړه برخمن دي او که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني انتخابات به له ننګونو سره مخامخ کړي.

د افغانستان د خلکو محورغړی عبدالمعین معین وايي:«ګوندونه په ټاکنو کې بنسټيزه ونډه لري. هغه کسان چې د دغو کوندونو په مشرۍ کې دي او د ګوندونو مشران ولسي ملاتړ لري، خبرې یې پر خلکو اغېزه کوي، کولای شي چې ټاکنې له ننګونو سره مخ کړي او دا انتخاباب تر پوښتنې لاندې راولي.»

سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې دوی ته پر ونډې ورکولو ټینګار کوي، د حزب اسلامي مشر هم د سیاسي ګوندونو او ولسمشر ترمنځ د وضعیت د جنجالي کېدو خبره کوي.

د ټاکنو کمېسیون د مالوماتو پربنسټ تراوسه نېږدې ۹ مېلیونه کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې خو سیاسي ګوندونه له دې شمېر يې پنځه مېلیونو کسانو نوم لیکنه درغلي بولي.

شریک یي کړئ