Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې کورونا ویروس؛ ۱۲۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عامې روغتیا وزارت، نن یکشنبې (د وږي په ۳۰مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۱۲۵ مثبتې پښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۸ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

د نویو مثبتو پېښو له ثبتېدو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۳۹ زره او ۳۳ ته رسېږي.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په فراه ولایونو کې ۶۷، دایکندي کې ۲۰، بادغیس کې ۹، په ننګرهار کې ۹،په هرات کې ۷، په سمنګان کې ۴، په کندوز کې ۳ په کابل، هلمند، لغمان، کونړ ولایتونو کې یوه یوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وایی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور په کووېډ نولس ناروغۍ اخته کسان مړه شوي دي.
 
په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۱،۴۴۱ تنو ته او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۳۲ زره او ۵۷۶ تنو ته رسېدلی دی.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۳۰مېلیونه او ۷۸۲ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوی دي او څه باندې ۹۵۷ تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ