د عامې روغتیا وزارت، نن چهارشنبې (د تلې په ۹مه) راپور ورکړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کېد هېواد په کچه د کورونا ویروس ۱۴ مثبتې پښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۵ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.
د نویو مثبتو پېښو له ثبتېدو سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۳۹ زره او ۲۶۸ ته رسېږي چې له ډلې یې ۵۰۲۱ یې فعالې دي.
تازه پېښې ۱ کابل، ۴ بلخ، ۸ بدخشان او یوه هم په زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وایی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څلور د کووېډ نولس ناروغۍ کوم ناورغ نه دی مړ شوی.