د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د لړم په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د کورونا ویروس ۲۰۵ تازه پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۶۹۱ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.
د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۳،۲۴۰ ته ورسېد.
په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په هرات کې ۵۹، په ننګرهار کې ۲۷، په کابل کې ۱۸، کاپيسا کې ۱۸، بدخشان کې ۱۷، په بلخ کې ۱۴، په غزني کې ۱۰، په زابل کې ۱۰، بامیانو کې ۹، په کندوز کې ۷، کندهار کې ۴، هلمند کې ۳، نیمروز کې ۲، په بادغیس کې ۲، په لوګر کې ۲، په پروان کې ۱، په غور کې ۱، سمنګان کې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د عامې ورغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغې ناورغۍ له امله ۱۲ تنه مړه شوي او ۲۹ تنه نور روغ شوي دي.
د کورونا ویروس له امله په هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱،۶۱۷ تنو او د روغو شویو کسانو شمېرو ۳۵،۰۹۲ تنو ته رسېدلی دی.
بلخوا په ټوله نړۍ کې پر کووېډ نولس ناروغۍ څه باندې ۵۳ مېلیونه او ۹۷۶ زره تنه اخته شوي دي او څه باندې یو مېلیون او ۳۱۱ زره تنه نور مړه شوي دي.