Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې د کورونا ویروس ۲۶۰ مثبتو پېښو ثبتېدل

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې، د لیندۍ په ۱۶مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په ټول هېواد کې ۲۶۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۴۹۵ شکمنې پېښې معاینه شوې دي.

روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ تنه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله مړه شوي دي او ۲۹۷ نور روغ شوي دي.

د نویو پېښو له ثبت سره، په هېواد کې د کورونا ویروس ټولیز شمېر ۴۷ زره او ۹۰۱ ته رسېدلی دی.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په کابل کې (۶۳)، خوست کې (۶۰)، هرات کې (۳۲)، کندهار کې (۶)، ننګرهار کې (۱۹)، تخار کې (۴۸)، بغلان کې (۹)، دایکندي کې (۴)، لوګر کې (۶)، وردګ کې (۶)، لغمان کې (۱) او نورستان (۶) پېښې ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله ۱۸۷۵ تنه مړه شوي او ۳۷ زره او ۷۸۲ تنه نور بیا روغ شوي دي.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۶۶ مېلیونه او ۶۰۸ زره تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي او څه باندې یو مېلیون او ۵۲۹ زره تنه نور مړه شوي دي.

شریک یي کړئ