Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د کورونا ویروس؛ د ۱۶۰مثبتو پېښو او ۱۲تنو د مړینې ثبت

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبې د مرغومې په ۷مه) په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۱۶۰ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په تېره یوه شپه او ورځ کې، د کورونا ویروس یو زره او ۵۹۳ شکمنې بېلګې معاینه شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کووېډ نولس ناروغۍ ۱۲ تنه اخته کسان هم مړه شوي دي او ۳۱۹ تنه نور بیا روغ شوي دي.

د دغو مثبتو پېښو له ثبت سره په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو ټولیز شمېر ۵۲ زره او ۷۰ تنو ته رسېږي.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په هرات کې (۴۶)، کابل کې (۲۷)، کندهار کې (۱)، ننګرهار کې (۱۰)، تخار کې (۲۵)، پکتیا کې (۱۱)، بغلان کې (۴)، بادغیس کې (۱۰)، وردګ کې (۳)، لغمان کې (۴)، کونر کې (۴)، پنجشیر کې (۳)، خوست کې (۴)، فاریاب کې (۴) او نورستان (۴) پېښې ثبت شوې دي.

په هېواد کې د کورونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۷۰ تنو ته رسېږي او د روغو شویو کسانو شمېر هم ۴۱ زره او ۳۳۱ تنو ته رسېږي.

په ټوله نړۍ کې څه باندې ۸۰ مېلیونه او ۴۲۱ زره تنه په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي او څه باندې یو مېلیون او ۷۵۹ زره تنه نور بیا مړه شوي دي. 
 
شریک یي کړئ