تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۷ تنه هم د یاد ویروس له کبله مړه شوي دي.
هغه مالومات چې نن(پنجشنبې د سلواغې په ۲مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې تازه پېښې د ۱۸۶۶کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نه ۱۲۸ تنه روغ شوي دي.
اوس مهال هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو فعالو پېښو شمېر ۶ زره او ۶۶۸ دي.
همداراز د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲ زره او ۳۷۰ ته رسیږي.
تازه پېښې ۶ کابل، ۲۱ هرات، ۲ کندهار، ۱۳ ننګرهار، ۱ بغلان، ۱ وردک، ۳ غزني، ۴ بدخشان، ۱ لوګر، ۲ کاپیسا، ۷ لغمان، ۹ کنړ، ۱ پنجشېر او ۳ هم فاریاب ولایتونو کې ثبت شوې دي.