د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس له کبله د درېیو کسانو له مړه کېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې چې نن(جمعه د سلواغې په درېیمه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي ښیې چې دغه کسان ۲ په کابل او یو هم په کنړ ولایتونو کې مړه شوي دي.
د دې ترڅنګ تره شپه ورځ کې د کرونا ویروس ۷۶ تازه پېښې ثبت شوې چې دا پېښې د ۱۸۴۷ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
په همدې حال کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
د یادولو ده چې تازه پېښې ۶ کابل، ۱۸ هرات، ۲ کندهار، ۴ بلخ، ۷ ننګرهار، ۱ تخار، ۲ بامیان، ۱ کندز، ۱ بدخشان، ۳کاپسا، ۳ هلمند، ۱۷ کنړ، ۱ غور او ۱۰ هم په سرپل ولایت کې ثبت شوې دي.