د افغان-جاپان د روغتون ډاکټران وايي، په افغانستان کې د کرونا ویروس له چټکې خپرېدو سره سره د اومیکرون د تشخیصي کټونو په ګډون د نړیوالو مرستو لپاره زمینه نه ده برابره او د اکسیجن کمښت یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
د افغان-جاپان روغتون بیړنۍ څانګه په دې ورځو کې یو ځل بیا د ځوانانو او ماشومانو په ګډون له ناروغانو ډکه ده.
د افغان-جاپان روغتون یو ډاکټر حشمت الله فیضي وویل، "زموږ روغتون د ۱۰۰ بسترونو ظرفیت لري، خو اوس له ۸۵ څخه تر ۹۰ پورې ناروغان لرو. پیښې ورځ په ورځ زیاتیږي. د عامې روغتیا وزارت باید چمتو وي ځکه چې موږ لا تر اوسه د ناروغۍ اوج مرحلې ته نه یو رسیدلي. شاید په راتلونکو اونیو کې به وضعیت نور هم کړکیچن شي او د کوید ۱۹پخواني خصوصي روغتونونه به بیا فعال شي."
د افغان-جاپان د روغتون د حادثې د کنټرول د څانګې مشر، عبادالله عباد وويل: "موږ هره ورځ له ۱۲۰ څخه تر ۱۸۰ مراجعين لرو، او له ۸۰ سلنې څخه ډیرې پېښې مثبتې دي."
بل خوا د دغه روغتون ډاکټران وايي، چې له پنځو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی. د دغو ډاکټرانو په وینا دوی د حفظ الصحې او اکسیجن له سخت کمښت سره هم مخ دي.
د افغان-جاپان د روغتون د حادثو د کنټرول د څانګې مشر، عبادالله عباد وويل: "دا مهال موږ يوازې د یوې ورځې لپاره خپلو ناروغانو ته اکسيجن لرو، خو يوه ورځ وروسته به د اکسیجن له کمښت سره مخ شو. د اکسیجن د تولید ماشین د ۶۰ ناروغانو لپاره د اکسیجن د تولید ظرفیت لري او زموږ لپاره کافي ندي."
دغه روغتيايي مرکز ته نه يوازې له کابل بلکې له نورو ولايتونو څخه هم بې علاجه ناروغان راوړل کېږي. یو ناروغ وویل: "موږ له روغتون څخه راضي یو، د روغتیایي وسایلو د نه شتون له امله زمونږ ستونزو ته رسېدنه نه کېږي."
یو بل ناروغ سیف الله وویل، "اوس د خدای شکر دی چې افغان-جاپاني روغتون موږ ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. موږ د اکسیجن څانګې، ډاکټرانو او نرسانو څخه سل سلنه راضي یو."
د عامې روغتیا وزارت هم له دغه هېواد سره د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو غوښتنه کوي. دغه وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ۳۸۸ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې ډلې ۵ تنه مړه شوي دي.
په هیواد کې د کورونا ویروس له بیا راپورته کیدو سره سره ، د کوویډ ناروغانو د درملنې ډیری مرکزونه تړل شوي دي. له دې جملې څخه یوازې په کابل کې یو فعال مرکز دی، په داسې حال کې چې تېر کال یې شمېر شپږو ته ورسېد.