د عامې روغتیا وزارت تېره شپه ورځ کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس د ۲۸ مثبتو پېښو له ثبته خبر ورکوي.
دغه مالومات چې نن(پنجشنبې د وري په ۵مه نېټه) له رسنیو سره شریک شوي، ښیې چې تازه پېښې د ۱زرو او ۶۳۵ کتل شویو مشکوکو نښو پایله ده.
په همدې حال کې یاده موده کې ۱۳۵ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي دي.
د یادونې ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوویډ۱۹ هېڅ ناروغ نه دی مړ شوی، خو اوسمهال د یادې ناروغۍ ټول قربانیان ۲ زره او ۴۶۷ دی.
تازه پېښې ۲ کابل، ۱ هرات، ۷ کندهار، ۲ بلخ، ۱۰ ننګرهار، ۱ بغلان، ۱ میدان وردګ، ۲ لوګر، ۱ لغمان، ۱ پکتیان کې ثبت شوې دي.
له دې سره هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۲۵۴ ته ورسید چې له ډلې یې ۳زره او ۸۴۸ یې فعالې دي.