د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول افغانستان کې د کورونا ویروس ۱۸۸ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس اوه ناروغان مړه شوي او ۱۵ تنه نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د کورونا ویروس نوې پېښې په کابل کې ۲۵، کندهار کې ۲۵، بلخ کې ۳، ننګرهار کې ۵۵، کندوز کې ۲، پکتیا کې ۱۳، فاریاب کې ۱، پروان کې۱، وردګو کې ۴، کاپیسا کې ۵، لوګر کې ۱۲، غزني کې ۱۳، لغمان کې ۲۳، زابل کې ۲، خوست کې ۱ او پکتیکا کې ۳ ثبت شوې دي.
د مړینې پېښې هم ۴ په کال، یوه په بلخ، او دوه په کونړ کې ثبت شوې دي.
له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۵۸ زره او ۷۳۰ تنو ته رسېږي چې له دې ډلې دوه زره او ۵۷۲ ناروغان مړه شوي او ۵۲ زره او ۳۶۳ بېرته روغ شوي دي.