Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کورونا د نوې څپې د خپرېدا په هکله د عامې روغتیا وزارت خبرداری

د عامې روغتیا وزارت په هند، پاکستان او ایران کې د کورونا ویروس د نوې څپې د کړکېچ له اندېښنې سره خبرداری ورکوي. که چېرې دغو هېوادونو ته د سفر پر مهال د هېوادوالو بې پامي دوام پیدا کړي، دا ویروس به په افغانستان کې هم خپور شي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ د ورځې ۴۰ تر ۵۰ زره تنه له ځمکنیو سرحدونو پاکستان او ایران ته تګ راتګ کوي.

 عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري وايي:«له بدغه مرغه دا تګ راتګ کولای شي چې دننه په افغانستان کې د کورونا ویروس ګرځند ډېر کړي. نو ښه ده چې موږ دغې مسلې ته متوجه واوسو چې وقایوي یا د مخنیوي ټکي مراعت کړو. ټولنه دې دا موضوع لږ جدي وګڼي او په دې وخت کې له ماسک څخه استفاده ډېره جدي او اړینه ده.»

یوازې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې ۱۱۰۳۷ کسانو د کرونا ټسټ ورکړې چې د ۱۱۳ هغو نتېجه مثبته اعلان شوې او په همدې موده کې ددې ناروغۍ له امله لس تنه مړه شوي دي.

دغو شمېرو او د ماسک نه تړلو او د ټولنیز واټن په پام کې نه نیول د عبدالواحد په څېر یو شمېر کسان چې د سړک پرغاړه کار کوي اندېښمن کړي دي.

د کابل اوسېدونکی عبدالواحد څرګندوي:«ماسک وکاورئ او خوندینې واټن هم مراعت کړئ چې ناروغ نه شئ.»

د کابل اوسېدونکی عبدالحکیم وايي:«که چېرې ټولیز واټن په پام کې ونه نیول شي او ماسک استفاده نه شي میړنه به زیاته شي. باید موږ به خپله دا کار وکړو.»

د کابل بل اوسېدونکي حسیب الله هم وویل:«کله چې په ښار کې وینو داسې ښکاري چې خلک باور نه لری چې په دغه ښار کې اصلاً کورونا ویروس نشته. ښايي همدا علت دی چې څوک ماسک نه اچوي او نه هم ټولیز واټن او نور روغتیايي ټکي نه مراعت وي.»

دم ګړۍ ننګرهار د هېواد د ۳۴ ولایتونو په منځ کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو لوړ شمېر لري.  خو تراوسه حکومت د ښارونو د قرنطین په هکله فکر نه دی کړی. که څه هم چې له پاکستان هند او ایران نه د کورونا ویروس راخپرېدو ته اندېښمن دی.

دم ګړۍ ننګرهار د هېواد د ۳۴ ولایتونو په منځ کې پر کووېډ نولس د اخته کسانو لوړ شمېر لري.

شریک یي کړئ