د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې (د غوايي په ۲۷مه) اعلان وکړ چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس د ۸۸۲ شکمنو بېلګو له معاینې وروسته ۲۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس شپږ ناروغان هم مړه شوي او ۳۲۳ تنه نور بېرته روغ شوي دي.
نوې پېښې په کابل کې ۷۶، کندهار کې ۵۰، هرات کې ۲۱، بلخ کې ۱، ننګرهار کې ۷، بغلان کې ۹، فاریاب کې ۱، هلمند کې ۱۷، میدا وردګ کې ۱۸، بدخشان کې ۶، کونړ کې ۳، لغمان کې ۶، خوست کې ۵، و سمنګان کې ۲ پېښې ثبت شوې دي.
په تېره یوه شپه او ورځ کې دوه تنه په کابل، دوه تنه په بلخ، یو تن په هرات او یو تن هم په ننګرهار کې پر کورونا ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.
له دغو شمېرو سره، په ټول افغانستان کې د کووېډ نولس د ناروغانو شمېر ۶۳ زره او ۸۱۹ تنو ته لوړ شو.
له دې ډلې ۲ زره او ۷۵۱ تنه مړه شوي او ۵۵ زره او ۹ ناروغان بېرته روغ شوي دي.
په ټوله نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۱۶۳ مېلیونه او ۸۷ زره تنو ته رسېدلی دی. همدارنګه په نړۍ کې د مړه شویو کسانو شمېر هم څه باندې ۳ مېلیونه او ۳۷۹ زره تنو ته رسېدلی دی.