د عامې روغتیا وزارت نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۶مه) اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې په ټول هېواد کې د کورونا ویروس ۷۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، په دغې موده کې د کووېډ نولس ۱۲ ناروغان مړه او ۲۵۱ نور بېرته روغ شوي دي.
نوې پېښې په کابل کې ۱۵۴، هرات کې ۱۸، کندهار کې ۱۴۸، بلخ کې ۴۲، ننګرهار کې ۳۱، تخار کې۳۹، بغلان کې ۷، کندوز کې ۵۷، نیمروز کې ۱۶، پکتیا کې ۲۹، فاریاب کې ۲، هلمند کې ۱، میدان وردګ کې۵۱، بدخشان کې ۲۸، لوګر کې ۶۵، کونړ کې ۵، لغمان کې ۲۱، پنجشېر کې ۳۱، زابل کې ۷، پکتیکا کې ۱۱ او نورستان کې یوه پېښه ثبت شوې ده.
د مړینې پېښې په کابل کې ۳، په کندهار، بلخ، ننګرهار، تخار ، کندوز، پکتیا، لوګر، لغمان او ارزګان یوه یوه پېښه ثبت شوې دي.
له دغه شمېر سره په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو ټولیز شمېر ۶۹ زره او ۱۳۰ تنو ته ورسېد.
له دې ډلې ۲ زره او ۸۸۱ ناروغان مړه شوي او ۵۶ زره او ۹۶۲ ناروغان هم بېرته روغ شوي دي.