د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبې (د غبرګولي پ۰ ۹) اعلان وکړ چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا ویروس ۹۲۹ تازه پېښې په کابل کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو له مخکې په دغې موده کې د کووېډ نولس ۲۵ ناروغان هم مړه شوي دي او ۱۶۹ ناروغان بېرته ښه شوي دي..
نوې پېښې په کابل کې ۳۱۳، هرات کې ۳، کندهار کې ۱۰۷، بلخ کې ۶۳، ننګرهار کې ۳۹، تخار کې ۲۲، کندوز کې ۸۶، نیمروز کې ۸۱، هلمند کې ۲۹، بامیان ۱۱، میدان وردګ کې ۱۵، بدخشان کې ۳۵، غزني کې ۱۳، لغمان کې ۳۱، پنجشیر کې ۵۳، زابل کې ۴، غور کې ۸ او فراه کې ۱۳پېښې ثبت شوې دي.
د مړینې پېښې هم په هرات کې ۱۲، په بلخ کې ۶، په کندهار کې ۱، په پکتیا کې ۱، په هلمند کې ۱، کاپیسا کې ۱، غزني کې ۲ او فراه کې ۱ پېښه ثبت شوې ده.
له دغو شمېرو سره په افغانستان کې د کووېډ نولس ناروغانو شمېر ۷۱ زره او ۶۹۰ تنو ته لوړ شو.
له دې ډلې ۲ زره او ۹۴۴ ناروغان مړه شوي او ۵۷ زره او ۴۵۰ ناروغان بیا ښه شوي دي.