Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

تېرو څلرویشتو ساعتونو کې کورونا هېواد کې ۷۸ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت نن سې شنبې (د غبرګولي په ۲۵مه) اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۸۷۵ شکمن ناروغان معاینه شوي چې له دې منځه د ۱۶۴۷ تنو پایله یې مثبته راغلې ده.

بلخوا د دغه وزارت وايي چې په دغې موده کې پر کووېډ نولس ۷۸ اخته کسان مړه شوي او ۲۳۲ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

له دغو شمېرو سره، په افغانستان کې د کووېډ نولس د ناروغانو ټول شمېر ۹۴ زره او ۹۱۹ تنو ته لوړ شوی دی.

له دې ډلې ۳۷۶۱ تنه مړه شوي او ۶۱ زره او ۵۹۵ ناروغان بېرته روغ شوي دي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو پر بنسټ، په نړۍ کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۷۶ مېلیونه او ۳۰۱ زره تنو ته رسېدلی دی په داسې حال کې چې د مړه شویو ناروغان شمېر ۳ مېلیونه او ۸۱۳ زره تنو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس د واکسین د دویم پړاو د تطبیق له پیله څلور ورځې تېږي، په کابل کې ډاکټران وايي چې د ورځې په سلګونه تنه د واکسین د تطبیق مرکزونو ته مراجعه کوي.

عامې روغتیا وزارت وايي، کابل ته د چین هېواد د ۷۰۰ زره ډوزه واکسین له رارسېدو سره سم، دغه واکسین ډېریو ولایتونو ته هم استول شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل کې په اولسو ځایونو کې د کورونا واکسین تطبیق کېږي او هېوادوال کولای شي چې په دغو ځایونو کې د واکسین د تطبیق لپاره ولاړ شي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کورونا ویروس درېیمه څپه په چټکتیا د خورېدو په حال کې او او د کووېډ نولس ناروغانو د زیاتوالي له امله، روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.

د عامې روغتیاوزارت سرپرست وحید مجروح چې نن دوشنبې د ځواب ویلو لپاره ولسي جرګې ته تللی و، وویل هغه زر ډبې اکسجنه چې ازبیکستان مرسته کړې وه تشې وې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د کووېډ نولس ناروغۍ د زیاتوالي یو لامل په روغتیايي سپارښتنو کې د خلکو بې پروايي ګڼي.

هغه ګواښ کوی که چېرې هېوادوال روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه ونه کړي او له بې ځایه تګ راتګ څخه ډډه ونه کړي وضعیت به له کنټروه ووځي. 

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په ټول هېواد کې پر کووېډ نولس ۷۸ اخته کسان مړه شوي او ۲۳۲ تنه نور بېرته روغ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه