Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوهنتونونو کې زده کړیالانو ته د کورونا واکسین د تطبیق بهیر پیل شو

د خصوصي او دولتي پوهنتونونو زده کړیالانو ته د کورونا ضد واکسین د تطبیق بهیر نن چهار شنبه پیل شو.

د لوړو زده کړو وزیر ټينګار کوي، چې تر هغو چې د زده کړیالانو له روغتیا څخه ډاډمن نه شي، د پوهنتونونو دروازې به د زده کړیالانو پر مخ تړلې وي.

د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر وايي:«هغه زده کړیال چې ونه کړای شي واکسین واخلي د لیلیې له امتیازاتو محروم کېږي او هغه محصیل چې ونه کړای شي واکسین واخلي د واکسین له کارت پرته نه شي کولای ټولکي ته ننوځي.»

ورته مهال محصلین وايي، د خپلو ځانونو د خوندینې او د درسونو د بیا پیل لپاره غواړي چې، دغه واکسین وکړي.

زده کړیال حشمت الله وايي:«زه او نور زده کړیالان د کورونا واکسین د اخیستو لپاره په شوق او لېوالتیا سره راغلي یوو؛ ځکه چې واکسین هغه مړینه چې کورونا رامنځته کړې ده مخنیوی کوي.»

د دوی په وینا، کرونا ویروس د دوی د درسونو د ځنډېدو لامل شو او له دوو میاشتو راهیسې هسې ګرځېدل.

کابل کې زده کړیال محمد رضا څرګندوی:«کابو دوه میاشتې کېږي چې موږ له درسونو لېرې یوو او انلاین درسونه هم چندان پایله نه ده لرلې او زه ډېر خوشحاله یم چې حضوري درسونه پيل شي.»

د لوړو زده کړو وزیر په داسې حال کې چې، زده کړیالان واکسین کولو ته هڅوي وايي، په څو راتلونکو ورځو کې باید ۴۵۰ زره محصلین واکسین شي.

له بل لوري عامې روغتیا وزارت وايي، لا تر اوسه څه باندې ۶۰ زره زده کړیالان دغه واکسین کړی دی.

د لوړو زده کړو وزارت مسوولان زده کړیالانو ته د کورونا ضد واکسینو تطبیق یوه جدي اړتیا بولي او له هغوی غوښتنه کوي، چې د خپل ځان او کورنۍ د روغتیا لپاره واکسین واخلي.

شریک یي کړئ