Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا له برخې سره د نړۍ والو د مرستو د بیا پيل لپاره غوښتنې

د اسلامي امارت ځينو چارواکو د اسلامي احکامو په رڼا کې د نړۍوال بشردوستانه قانون او روغتیايي خدمتونه د خوندیتوب په نامه غونډه کې چې د «جینوال کال» بنسټ له لوري جوړه شوې ده، ګډون کړی دی.

په دغې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیا په برخه کې د نړۍ د مرستو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

د اسلامي امارت چارواکي د جینوا کال په غونډه کې وايي چې نړۍ باید روغتیايي مسایل د افغانستان له سیاسي مسایلو سره ونه تړي.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال وایي چې د روغتیا برخه ۸۰ سلنه په نړيوالو مرستو پورې تړلې ده.
                        
د عامې روغتیا وزارت د خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدالباري عمر وايي:«ولې یوه ټولنه، یوه مظلومه طبقه چې ناروغان دي او ولې یوه غیر سیاسي طبقه چې ډاکټران او روغتیا پالان دي په سیاسي اجنډا کې داخل وي.»

ورته مهال د فاع وزارت چارواکي په هېواد کې د روغتیايي کارکوونکو د امنیت له تامینه ډاډ ورکوي.
                       
د دفاع وزاتر سرمفتش لطف الله حکیمي څرګندوي:«مجاهدین له روغتیايي مرکزونو ساتنه کوي، مجاهدینو ته خطاب کوم چې له دغو خلکو ساتنه وکړئ، له روغتیايي مرکزونو او ښوونځيو ساتنه وکړئ او دا غوره جهاد دی.»

په کابل کې د جینوا کال بنسټ مسوول د دغه بنسټ اصلي موخه د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې د نړۍوالو میثاقونو پلي کېدل بولي او د ملکيانو پر خوندیتوب ټينګار کوي.

په افغانستان کې د جینوا کال بنسټ رییس فریانه فدايي وايي:«موږ باور لرو چې د ولسي وګړو خوندیتوب یوازې د ترینرانو دنده نه ده؛ بلکې هر شخص د هغوی د امنیت د ټینګښت مسوول دی.»

په دې غونډه کې د اسلامي امارت مسوولان له ډاکټرانو، متخصصانو او د هېواد له نورو کدرونو چې له هېواده تللي دي، غواړي چې بېرته هېواد ته راشي او خپل هېواد ته خدمت وکړي.

بلخوا د بلخ اوسېدونکي او د روغتیا چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خصوصي روغتونونو کې د روغتیايي خدمتونو بیې لوړې شوې دي.

نجیب الله توانا چې په دې وروستیو کې د بلخ ولایت د روغتیا رییس په توګه معرفي شوی دی، وايي چې له دې وروسته به پر روغتیايي مرکزونو او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو څارنه وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه