Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روغتیا نړۍوال سازمان: د نړۍ ۹۹ سلنه نفوس ککړه هوا تنفس کوي

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د نړۍ ۹۹ سلنه نفوس په ۱۱۷ هېوادونو کې ککړه هوا تنفس کوي او دا مسله په نړۍ کې د تنفسي ناروغیو د زیاتوالي لامل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د نړۍ ۹۹ سلنه نفوس باکیفیته هوا ته لاسرسی نه لري او کم کیفیته هوا تنفس کوي.

د دغه سازمان په وینا، په شاوخوا یو سلو اولسو هېوادونو کې تر شپږ زرو د ډیرو ښارونو د هوا کیفیت تر څارنې لاندې لري. خو د دغو هېوادونو خلک ناسالمه هوا تنقس کوي.
 
د ملګرو ملتونونو د چاپېریال ساتنې د برخې مدیره ډاکټره ماریا نېرا وايي:«د راتلونکې لپاره خواشینونکی خبردا دی کله چې راتلونکې ته ګورو ټول معلومات دا ښيي، چې د نړۍ لویه برخه خلک تقریبا سل سلنه خلک لاهم غیر معیاري هوا تنقس کوي.»

ډاکټران وایي، چې ککړه هوا پر بېلابېلو جلدي ناروغیو د خلکو د اخته کېدو لامل کېږي.

بل خوا ځينې ډاکټران وایي، چې ککړه هوا د بېلابېلو ناروغیو په تېره بیا د تنفسي او سرطاني ناروغیو لامل کېږي.

ډاکټر احمد شکیب ظهیر څرګندوي:«د هوا ککړتیا د تنفسي ناروغیو په ځاګړې توګه د زړه او سرطان ناروغیو د ریسک اصلي فکټور دی، همدارنګه د ځينې انتاني او تنفسي ناروغیو لامل کېږي.»

خو په افغانستان کې په ځانګړې توګه په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره کوم ګامونه پورته شوي دي؟

د کابل د چاپېریال ساتنې ریاست ویاند عمر مختار اورکزی وايي:«د چاپېریال ساتنې ملي اداره د کابل د چاپېریال ساتنې له ریاست سره ګډې خپرونې تر لاس لاندې لري چې په ټول کابل ښار کې زیانمنوونکي او د هوا ککړوونکي موردونه وپېژنې، ورته تګلار جوړه کړي د چاڼ د فتلتر نصب وو او شنې ساحې زیاتوو.»

د اپریل اولسمه په نړۍ کې د روغتیا د نړۍوالې ورځې په نوم نومول شوې ده. په روان زیږدیز کال کې به دغه ورځ تر راروانو دوو ورځو  زموږ د سیارې او زموږ د روغتیا په نوم ولمانځل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه