Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سینه بغل نړیواله ورځ؛ په ۲۰۲۲ کې هېواد کې د سینه بغل ناروغان ډېر شوي

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو یوولسو میاشتو کې په ټول هېواد کې له ۹۶۰ زره ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي: «که د تېرو درې کلونو شمېرې راواخلو په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۰ کلونو کې ارقام یو څه اندازه کم ول، اوس په ۲۰۲۲ کال کې چې روان دی، په‌دې کال کې د نمونیا او سینه بغل ناروغانو شمېر یو څه اندازه ډېر شوی دی او په‌ دوی کې اکثریت ماشومان دي.»

په هېواد کې په وروستیو درېیو کلونو کې پر سینه و بغل د اخته او له امله یې د مړه شویو کسانو شمېر

کال     |     اخته شوي    |   مړه شوي

۲۰۲۰:           ۹۰۱۴۴۲          ۱۷۸۴

۲۰۲۱:           ۹۴۴۹۲۱          ۱۹۹۵

۲۰۲۲:           ۹۶۰۳۷۶          ۱۷۹۵

لس میاشتنی حکمت‌اله پر سینه و بغل اخته شوی او له څو ورځو راهیسې په اندراګاندي روغتون کې بستر دی.

د حکمت مور عزیزه زیاتوي: «لومړی یې تبه وه، روغتون ته مو راوړه، ډاکټرانو چې ولېدله ویل، شری دی، پرون مې له شري څانګې د سینه او بغل څانګې ته راوړه، سینه یې ورته نیولې ده.»

د ناروغ ماشوم مور شازیه وايي: «کور کې ډېر زیات ناروغ و، بیا مې دلته راوړ، له پرون راهیسي ناروغ دی، هېڅ نه ښه کېږي، په سینه کې یې ډېر غږ دی.»

ډاکټران پر دغې ناروغۍ د اخته کېدو لامل د سړې او ککړې هوا ترڅنګ ناسالمه تغذیه ګڼي، خو پر دغې ناروغۍ د نه اخته کېدو لارې چارې کومې دي؟

د داخله ناروغیو څانګې مشر محمد عارف حسن‌زی زیاتوي: «کله چې ماشوم عادي تبه هم پیدا کوي، سینه بغل کېږي، دوی ته داسې سخت پرهېزونه ورکوي چې له طبابت سره هېڅ نه جوړېږي او دویم دا چې هوا سړه ده، په هغو کوټو کې ماشومان اوسېږي، په پلاستیکونو یې پوښي، خو که پلاستیک ورته هم نیسي، باید داسې وي چې هوا دننه او بهر شي.»

د نومبر ۱۲مه د سینه و بغل یا نمونیا پر وړاندې د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او له ماشومانو د ملاتړ نړۍوال بنسټ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې، په نړۍ کې په هرو ۴۵ ثانیو کې د همدې ناروغۍ له امله یو ماشوم مري.

دغه بنسټ د دغې ورځې په مناسبت لیکلي چې، ټوله نړۍ باید د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

نومبر ۱۲مه د سینه و بغل یا نمونیا پر وړاندې د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه