Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: سږکال څه باندې ۲۳۰۰ ماشومان د سینه‌وبغل له امله ژوند بایللی

د نوامبر دوولسمه د نومونیا یا سینه و بغل له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله په هېواد کې پر دغې ناروغۍ د اخته ماشومان شمېر لوړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې پر دغې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله زیات شوی او له همدې امله د روان زیږدیز کال له پېلېدو راهیسې څه باندې یو مېلیون ماشومان پر دغې ناروغۍ اخته شوي او روغتیایي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
  
د عامې روغتیا وزرت ویاند شرافت زمان امرخېل په دې هکله وايي:«سږکال چې دغه ارقام له موږ سره دي، د یو مېلیون او ۱۰۰زره په شاوخوا کې دي، البته څومره چې له موږ سره د مړینې ارقام دي بدبختانه نسبت تېر کال ته له موږ سره ۱۰۰ زیات ثبت شوي هغه ارقام دي چې هغو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د هوا سړښت، د خوړو نه‌خوندیتوب، د هوا ککړتیا او بې‌وزلي پر سینه‌وبغل د اخته کېدو عواملو ګڼل کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د سینه و بغل ناروغي اوس هم ترې قرباني اخلي. پر دغې ناروغۍ تر ډېره ماشومان اخته کېږي او قربانیان یې هم تر ډېره ماشومان دي.

د کابل یو اوسېدونکی روکی طلوع‌نیوز ته وايي:«د ژمي را رسېدو سره ډېری ماشومان او همدارنګه مشران پر دغې ناروغۍ اخته کېږي.»

د کابل بل اوسېدونکي عبدالاحمد هم وویل:«زما ستونی یې هم همدا اوس نیولی، موږ ټول ناروغ شوي یوو.»

بلخوا د اندرا ګاندي روغتون د ډاکټرانو په وینا، په دغه روغتون کې هره ورځ پر سینه‌و بغل ناروغۍ اخته ۱۵ ماشومان بسترېږي.

ډاکټر محمد عارف حسن زی وايي:«هغه پېښې چې ثبت وو یې د سینه‌وبغل شدیدې پېښې دي چې موږ هره ورځ د دغو ناروغانو له ۱۵ تر ۲۰ پېښې بستروو.»

نومونیا یا سینه و بغل هغه ناروغي ده، چې د وېروسونو او نورو باکتریاوو له امله رامنځته کېږي او د روغتیا د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې، له پنځه کلونو د کم عمره ماشومانو د ټولو مړینو ۱۴ سلنه د همدې ناروغۍ له امله دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه