Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د شري ناروغۍ تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ماشومان مړه کړي

د بدخشان د عامې روغتیا ریاست وایي چې په تیرو درییو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې د شري څه باندې ۳۴۰۰ پیښې ثبت کړې دي.

د دغه ریاست چارواکي زیاتوي چې په ځينو ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰ ماشومانو د شري یا سرخکان ناروغۍ له امله ژوند بایللی دی.

د بدخشان دعامې روغتیا ریاست مرستیال نذیر احمد نزار وویل:«موږ د ۱۱۳ تنو مړینه لرله. دغه تلفات د کوفاب، نسي، په کوز - بر یفتل او په خپله مرکز کې دي.»

په همدې حال، په بدخشان کې د استاد برهان الدین رباني ولایتي روغتون مسوولین وایي چې هره ورځ څه باندې ۱۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله بسترېږي.

د استاد برهان الدین رباني ولایتي روغتون سرطبیب شفیق همدرد څرګندوي:«موږ ۳۸۵ اختلاطي د بستر پېښې لرلې او له بده مرغه په دې لړ کې موږ شپږ د مړینې پېښې هم لرلې.»

روغتیاپال رشاد یوسفي هم وویل:«څوک چې د سرخکان ناروغي ولري، باید لوښي، جامې، او د خوب ځای او حتا د امکان په صورت کې اتاق یې هم جلا کړي.»

بل خوا، د بدخشان اوسېدونکي د دغې ناروغۍ له خپرېدو اندېښمن دي.

د بدخشان اوسېدونکی محب الله سادات وايي:«موږ له ځايي حکومته او له نړۍوالو روغتیايي سازمانونو د دې غوښتنه کوو چې په دې برخه کې یوه جدي پرېکړه وکړي چې د هغه د ډېرې خپرېدو مخه ونیول شي.»

د بدخشان بل اوسېدونکي واثق الله هم وویل:«له مرکزي حکومت او همدارنګه روغتیايي سازمانونو د دې غوښتونکي یوو چې دغې ناروغۍ ته جدي پاملرنه وکړي.»

شری یوه ساري ناروغي ده چې د ټوخي او تنفس له لارې نورو خلکو ته لېږدول کېږي.

د پوزې د اوبو بهیدل، د اشتها نه لرل، سخته تبه، ټوخی او د وجود د پوټکي خارښت د دغې ناروغۍ له علایمو څخه دي.

په همدې حال، د بدخشان ولایتي روغتون مسوولین وایي چې هره ورځ څه باندې ۱۰ ماشومان د شري ناروغۍ له امله بسترېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه