Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد په ختیځ کې د ماشومانو د پوليو شپږ محيطي پېښې ثبت شوي

د هېواد په ختیځ کې د روغتیا چارواکي وايي چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو شپږ محیطي پېښې ثبت شوې دي.

د چارواکو په وینا، دغه شپږ پېښې د تېرو څلورو میاشتو په لړ کې ثبت شوې دي او شونې ده چې دغه ناروغي زیاته شي.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت امر حکم خان ګلابزی وايي:«بدبختانه باید ورته ووایوو چې په شرقي حوزه کې شپږ پېښې مثبت شوي دي محیطي پېښې، یعنې هغه پېښې چې په ساحه کې په اوبو کې موندل شوي دی.»

اخوا د ننګرهار عامې روغتيا رياست مسوولين ډاډ ورکوي چې د پوليو وايروس پر وړاندې مبارزه يې د تېر پرتله چټکه کړې او هڅه يې دا ده چې دغه وايروس له منځه يوسي.

د ننګرهار عامې روغتيا رياست وياند نقيب الله رحيمي وویل:«د تېرې اوونۍ په کمپاین کې هم ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق شو ځکه دلته مثبتې پېښې لرو.»

ورته مهال، ختيځ مېشتي د مثبتو پېښو ثبتېدو اندېښمن کړي او له کورنيو غواړي چې د پوليو پر وړاندې د روانې مبارزې ملاتړ وکړي.

د لغمان اوسېدونکی بختيار وايي:«شپږ محیطي پېښې ثبت شوي او کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي.»

د ننګرهار بل اوسېدونکی اکرام الله هم څرګندوي:«لومړی خو والدین د ماشومانو د واکسین په برخه کې بې احتیاطي کوي او دویم دا چې په سمه توګه عامه پوهاوی نه ورکول کېږي.»

ختيځ کې د پوليو پر وړاندې د کمپاينونو په لړ کې دوشنبه پرله پسې څلورم کمپاين هم پيل شو چې له مخې به يې تر پنځو کلونو کم عمره شاوخوا يو مېليون ماشومان واکسين شي.

ورته مهال ختيځ مېشتي د مثبتو پېښو ثبتېدو اندېښمن کړي او له کورنيو غواړي چې د پوليو پر وړاندې د روانې مبارزې ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه