Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عامې روغتیا وزارت: له هموفیلیا سره د مبارزې لپاره امکاناتو ته اړتیا ده

د هیموفیلیا یا د وینې د یو ډول پروټین د کموالي ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله د عامې روغتیا وزارت، د دغې ناروغۍ د ناروغانو د درملنې لپاره د کافي امکاناتو د نشتون یادونه کوي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحاق صاحب‌زاده وایي، هڅه کوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې لپاره د هېواد په بېلابېلو برخو کې نور مرکزونه جوړ کړي.

محمد اسحاق صاحب‌زاده وویل:«په نورو حوزو کې هم د هموفیلیا لپاره هم مرکزونه جوړوو چې د خپل بې‌‌چاره او کړېدلي ملت لپاره ښه خدمت وشي او لاسرسی ولري.»

ورته مهال د وینې د مرکزي بانک د رییس په وینا، یوازې په دغه بانک کې له دوی سره د هیموفلیا ۸۵۷ ناروغان ثبت دي. د وینو د مرکزي بانک رییس د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې د امکاناتو د کموالي خبره کوي.

د وینې د مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق وویل:«د تشخیص د وسایلو نشتوالی دی همدا ډول د متخصصینونو نشتوالی دی چې د هموفیلیا په برخه کې مشخص تخصص ولري، دا نه لرو.»

بل پلو، د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس د هېواد له خصوصي سکټور او مرستندویو بنسټونو غواړي، چې د دغې ناروغۍ د تشخیص او پرې د اخته ناروغانو د درملنې د امکانانو په برابرولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس احمد سیر پاڅون څرګندوي:«له ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو، خصوصي سکټور په ځانګړې توګه د روغتیا له نړۍوال سازمان، ډبلیو اچ اف یا د هموفیلیا د نړۍوال فډراسیونه غواړو چې د هموفیلیا برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

په دې لړ کې ځينې ناروغان هم د دې ناروغۍ د ناروغانو د درملنې د زمینې د برابرېدو غوښتنه کوي.
 
ناروغ فرهاد طلوع‌نیوز ته وویل:«موږ ته دې زموږ په حوزو کې فکټور راولېږي. زه په خپله له مزاره راغلی یم، تاسې پوهېږئ چې خلک له څومره اقتصادي ستونزو سره لاس او کرېوان دي. زموږ ستونزې ډېرې جدي دي. موږ چې دلته په میاشت کې یوځلې راځوو، یو دانه وهي یا موږ ته یو دانه راکوي، هغه یو دانه د یوې اوونۍ لپاره بسنه نه کوي.»

که څه هم په هېواد کې د دغو ناروغانو کره شمېر څرګند نه دی، خو د وینې د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې پر دغې ناروغۍ له ۳۰۰۰ زیات کسان اخته دي او تېرکال دغه بانک د هغوی د درملنې لپاره ۲ مېلیون او ۱۷۱ زره فکټورونه تطبیق کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه